په خيبر ايجنسۍ کې خونړۍ نښته
پیښور : ۱۷اپریل ۲۰۰۷
د کوزی پښتونخوا دکارخانو مارکيټ او دجم په بازار کښې دلښکراسلام اودکوکى خيل دقوم ترمينځ خونړۍ نښته پيښه شوې چې په کښې درنه او سپکه وسلې کارول کيږي،تردې دمه درې کسان وژل شوي او دولس سخت ټپيان دى،لدی امله دتورخم اوپېښور لار ، دتېرو څلورو ورځو راهيسې دترافيکو پرمخ تړل شوې ده.
کوکى خېلو قوم په تخته بيګ کښې لښکرې راويستلې اولښکراسلام هم خپل سنګرونه جوړ کړى دى او ديوبل خلاف ډزې کوى. ټپيان په پيښورليډى ريډنګ ،خيبر ټيچنګ هسپتال(شيرپاو) او دحيات اّباد کمپليکس روغتون ته رسول شوي دي په دري واړو روغتونونو کې بيړنى حالات نافذدي.
پولېسو دحيات اّباد په سيمه کښې دنښتې دبندېدو لپاره خپل مرکز جوړ کړى دى دلښکراسلام مشرحاجى منګل باغ غوښتل چې دکارخانو په مارکېټ ، جم بازار او نورو سيمو کښې دشرابو او دمخدره موادو کارخانې اوپلورنځي له منځه يوسي، چې ددې خبرې خلاف دکوکي خېلو او زوراخېلو قوم دمنګل باغ خلاف راپاڅېدل اودتېرو څو ورځو را هيسې ديوبل خلاف سنګرونه ونيول، چې دچار شنبی مازيګر د اپریل په شپاړسمه څلورنيمې بجې ددواړو خواو لخوا سخته نښته پېل شوه چې دلښکراسلام پلويانو په کوکي خېلو بريد وکړ او کوکي خېلو په تخته بيګ کښې دلښکراسلام درې سنګرونه له مينځه يوړو اوددواړو خواو ترمنځ په نښته کښې تردې دمه دولس کسان ټپيان شوي ،چې په کې دشپږو حالات دانديښنې وړ ښودل شوي دي . پوليټيکل چارواکو دنښتې دبندېدو لپاره دجرګې دجوړولو پريکړه کړې ده ، دوروستيو مالوماتو له مخې په دغه نښته کښې دمړو شمېره شلو تنو ته رسېدلې او تر دېرشو زيات ټپيان شوي دي ، چې اته ټپيان روغتون ته رسول شوي دي او د دوو تنو روغتيايي حالت دانديښنې وړ دي په پېښور کښې وحدت ورځپاڼـی دخپلو سرچينو لخوا ليکلي ، چې دمړو شمېره تر څلويښتو هم زېاته ده .
