اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

په پيښور کې د ارواښاد کبير ستوري دويمه کليزه نمانځل کيږي

په پيښور کې د ارواښاد کبير ستوري دويمه کليزه نمانځل کيږي

پښتو عالمی کانګرس د پښتو ژبی نومیالي او منلي لیکوال، شاعر، اديب،ژورنالست او څيړونکی ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري په يا دیوی درنی غونډی تابیا کړی ده.
غونډه به په پېښور پریس کلب کې په 27.04.2008 نېټه د اتوار (يکشنبی) په ورځ د مازيګر په دريو بجو شروع کيږي.
په غونډی کې به د ارواښاد ستوري په اړه تاثرات، مقالی او نظمونه اورول کيږی او د غونډی لومړۍ برخه به په ازاده مشاعره سرته رسيږي.
د غونډی په دويمه برخه کې به د ټنګ ټکور (پښتو موسيقۍ) پروګرام وي.
دپښتو عالمی کانګرس له تاسو ښاغلو ټولو درنو پښتنو، ليکوالانو، پوهانو، اديبانو، شاعرانو او او د ستوري مينه والو نه د زړه له کومي هيله کوي، چی په خپل ګډون سره د ارواښاد ستوري روح خوشحاله کړۍ.


په درناوی
پښتو عالمی کانګرس ، پېښور/ پښتونخوا

د غونډی د ځای پته او نيټه :

نيټه : 2008 ع کال د اپريل د مياشتی اوويشتمه 27 April 2008 د اتوار (يکشنبی) ورځ
وخت : د مازيګر دری بجی
ځای : پېښور پریس کلب، پېښور/ پښتونخوا

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←