اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

بلنه: امن د تعليم په ذريعه: د باچا خان ټرسټ مشر په بن کې


بلنه:

بلنه:امن د تعليم په ذريعه: د باچا خان ټرسټ مشر په بن کې


گرانو هېواد والو!
د باچا خان ټرسټ او باچا خان ايجوکېشن فاونډيشن مشر ښاغلی محمد رضا خان په اروپا کې ميشتو افغانانو ته د امن او تعليم په هکله خبرې او هم به د دغو مرکزونو د کار او فعاليتونه په هکله معلومات ورکړی.

پروگرام
1. د امن ضرورت او د تعليم له لارې امن گټل
2. د باچا خان ايجوکېشن فاونډيشن د ښوونځيو په هکله ويديوی راپورتاژ
3. وړانډيزونه، پوښتنې او ځوابونه

تاسو ټولو ته په دغه معلوماتي غونډه کې د زړه له کومې بلنه درکول کېږی.
افغانيک، ډاکتر يحيی وردک

محمد رضا خان په ۲۰۰۶ کې په واشنگتن کې د جورج ټون پوهنتون نه په بين المللي حقوقو کې
ماستری ترلاسه کړی ده. دی د امريکا د وکيلانو ټولنې او د حقوقپوهانو بين المللي ټولنې غړی، اوسمهال
محمد رضا خان د باچا خان ترست او د باچا خان ايجوکېشن فاونډيشن مشر ( (Managing Directorدی.
باچا خان ټرسټ (http://www.baachakhantrust.org)يوه خپلواکه او غير انتفاعي ټولنه ده، چې د باچا خان د امن او عدم تشدد روايات خپلوی. هغه د تعليم په وسيله د ټولنيز پرمختگ او سياسي اقتدار لاره غوره کړيده. غفار خان د شلمې پيړۍ په لومړۍ برخه کې د ولس په مرسته د"آزاد سکولونو" په نوم اويا ښوونځې جوړ کړل. دا لوی مقصد د انگليس استعمار په وجه نيمگړی پاتی شو. له نيکمرغه د يوې اوږدې مودې نه وروسته په ۲۰۰۷ م کال په پيښور کې د باچا خان ايجوکېشن فاونډيشن (http://www.bkefoundation.org)په جوړلو سره د نويو ښوونځيو ودانول پيل او د باچا خان د يو لوی آرمان د پوره کيدلو په لاره کې قدم کېښودل شو.

وخت: جمعه، د مې ۲۳،23 /05/2008 د مازدیگر څلور بجې
ځای: د افغانستان معلوماتي مرکز (افغانیک)، د بن ښار

آدرس
AFGHANIC/Seminar-Raum
(im Brunn Autoland, III. Etage)
Justus-von-Liebig-Str 24
53121 Bonn, Germany

معلومات
Tel 0228 - 409 76 30
Mobil 0174 741 73 06

بلنه:امن د تعليم په ذريعه: د باچا خان ټرسټ مشر په بن کې

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←