اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

افغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړه

افغان ادبي ټولنې دپيښور دبورډ دزيارت دتم ځاى دپي سي ايس په کالج کې په 23.05.2008 نېټه د جمعی په ورځ د پښتو ژبې د وتلي شاعر، ليکوال، ساه پوه او مخلص شخصيت ارواښاد کبير ستوري په یادیوه پرتمينه غونډه جوړه کړی وه ،چی د لری او بری پښتونخوا ګڼ شمیر ليکوالانو، پوهانو، شاعرانو او ژورنالستانو پکی برخه اخستی وه.
غونډه د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره ماسپښين پېل شوه چی د سټيج چاری یی ښاغلی عبدالوهاب څاروان اوښاغلی اوحسيب الله حسيب پر مخ بیولی . دغونډی صدر( رييس) د پښتو عالمی کانګرس چيرمین اود غنی خان ادبی، ثقافتی، څیړنیزی جرګی سرپرست نامتو ليکوال پروفیسر جهانزيب نياز ؤ، مشران مېلمانه عبدالبصيرخيبر، عبدالبصيربیدارستورى، د خبرونه ورځپاڼې مشر سراج عارف،دارياناپوهنتون مرستيال انورظفرى ؤ، د افغان ادبي ټولنې مشر نظيرالحق قريشى دکوربه په توګه له ميلمنو سره ناست و.
په غونډه کې ليکوالانو او شاعرانو د ارواښاد کبير ستوري په ژوند، فن، شخصيت، ادبي او سياسي هلو ځلو او خپلې مورنۍ ژبې ته د هغه د نه ستړي کېدونکي زيار يادونه او ستاينه وکړه، او د هغه کار و زيار يې د پښتو ادب لويه پانګه وبلله.
غونډې ته فضل مولا تورکى،مطيع الله سراچه وال، بصيرستورى ،احمدشاه پوپلزى، اسراراتل ، تحسين الله تحسين ، عارف همدرد ، فضل قادر انډيوال، علامه عبدالستارمحمد او پروفيسر جهانزيب نياز ويناوې وکړې د ارواښاد کبيرستوري دژوند په سياسي،ادبي او ارواپيژندنې په اړه يې دهغه ځانګړتياوې په ګوته کړې.
نامتو ليکوال او څيړونکي پروفيسر جهانزيب نياز د خپلی وینا په یوه برخه کی وويل چې کبير ستورى يو ريښتينى پښتون ؤ،په پښتونولۍ يې کلک باور درلوداو زياته يې کړه چې ما په جرمني کې دارواښاد کبيرستوري پښتونولي ليدلې ده، چې د پښتون اولس دبيدارۍ او دوحدت لپاره یی کوم کارونه کړي تاريخ به يې ياد ساتي او نسلونه به پرې وياړي، کبيرستوري چې په جرمني کې کوم ګوند او ټولنی جوړی کړې دهغې نتيجې اوس په قلار قلار راڅرګنديږي او پښتون اولس به ترې ګټه اخلي
د پیغامونو په برخه کی له جرمني څخه دساپي پښتو څيړنو پراختيا مرکز دمشر امام الدين ساپي، دکونړ څخه دضياء الرحمان ثاقب، له کابل څخه دشفيق ادبي څيړنځي دمرکزاو له جرمني څخه دپښتنو دټولنیز ولسولیز ګوندPSDP سرپرست علي خان محسود پيغامونه ولوستل شول ، همدا راز له جرمنی څخه دافغانستان د کولتوری ودی ټولنی، دکونړ د ځوانانو د کولتوری ټولنی او د پښتون کور (کولتوری مرکز/ بن ) پيغامونه رارسیدلی ؤ.
دساپى پښتو څيړنو او پراختيا مرکز بنسټوال امام الدين ساپى په خپل پيغام کې ويلي و:
ډاکټرکبيرستوري نه يوازې پښتانه ته دپښتون ساپوهنه ښودلې بلکې پښتانه ته يې دپښتون او دپښتونخوا په لرنې ټينګار هم کړيدى په پيغام کښې زياته شوې چې مونږ وياړو چې دهيواد مخکښ فرهنګى ځوانان په افغان ادبي ټولنه کې سره راټول شوي او دهېواد دعلمي، عملي،شاعر،ليکوال او فرهنګي څيړونکي ښاغلي ساپوه ارواښادکبيرستوري ياد لمانځى .په کابل کښې دشفيق ادبي څيړنيز مرکز مشر ډاکټرننګ کاموي په خپل پيغام کې وويل چی ارواښاد کبيرستورى دپښتو ادب په ځلانده اّسمان کې ځلانده ستورى و ،چې داروا پوهنې په ډګر کې هم پښتو او پښتنو ته ستر خدمتونه کړى چې دپښتو ادب په تاريخ کې ځانګړى ارزښت لري. له کونړ څخه دټيليفون پر ليکه ښاغلي ضياء الرحمان ثاقب په خپل پيغام کې وویل چی ډاکټر کبيرستورى نه يواځې دپښتو ادب يو ځلانده ستورى و ،بلکې پښتون اولس ته يې دلار ښوونې ډېر مثالونه پريښي دي مونږ ته پکار دي چې دکبير ستوري په تګلاره عمل وکړو ،نوموړي دپښتون دويښولو لپاره ډير کارونه کړيدى دپښتون ولس يو والى یی غوښت او ددې لپاره يې ډيرې هلې ځلې کړيدي هغه وويل چې مونږ دنوموړى په خدمت وياړو او هغه زمونږ سره ژوندى دى ښاغلی علی خان محسود خپل پيغام په یوه برخه کې ويلي و چی ویښ قامونه تل خپل اتلان نمانځی، د پښتنو دقامی وحدت او ازادۍ د تحریک ددغه ستر مبارز کبير ستوري کارنامی بایده دی چی وخت په وخت دی قوم ته وړاندی شی ،افغان ادبـی ټولنی ته ددی پرتمینی غونډی په جوړیدو او تنظیم کیدو مبارکی ، شاباسی او ډاډ ورکوم او په دی هیله چی پښتانه خپل ملی مبارزین او ملی اتلان تل و نمانځی.
د غونډی پای کی دافغان ادبى ټولنې لخوا بصيرستوري ته دډاکټرکبيرستورى دځايې ناستې په توګه دفضيلت دستار وتړل شو،همداراز د تاند ليکوال او شاعر عارف همدرد په نوښت دپروفيسر جهانزيب نياز په لاس د خبرونه ورځپاڼې مشر سراج عارف، دخبرونه ورځپاڼې خبريال فضل قادرانډيوال او دکبيرستوري لمسي سپين غر ته ډالۍ ورکړى شوې غونډه دماښام په لمانځه سره پايې ته ورسيده.

عبدالرزاق حبیبي / عبدالهادي حيران

افغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړهافغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړه

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←