سوله په کوم قيمت تر نامه لاندی سمینار جوړ شو
Mai 29, 2008
«سوله په کوم قيمت» تر نامه لاندی سمینار سيمينار په Mai 29, 2008 نیټه په پېښور ښار کې له حالاتو سره سم د پرمختيايي پاليسۍ جوړولو انسټيټوت ( ايس ډي پي آيي) ، اېکشن اېډ او دپاکستان د بشري حقوقو خپلواک کميسيون لخوا په ګډه جوړ شو، چې ګڼ شمېر ليکوالو، سياستمدارانو، حقوق پوهانو او ژورنالستانو پکی ګډون کړى وو .
غونډې ته په خپله وينا کې د پښتون قامی وحدت ستر لارښود اود عوامي نېشنل ګوندANP مرکزى مشر محمد افضل خان «خان لالا » په سوات کی له ځايي طالبانو سره د حکومت پر تړون نيوکه وکړه،او د سولې تړون یی نيمګړى وباله .
افضل خان لالا وويل، سره له دې چې دى د سوات اوسېدونکى دى، خو د سولې د تړون پر مهال د پښتونخوا ايالت حکومت او عوامی نېشنل ګوند ده سره نه مشوره کړې او نه يې دى په جريان کې کړى دى .
افضل خان لالا وويل: دسولې په تړون کې ډېرې نيمګړتياوې شته چې په راتلونکي کې ستونزې راولاړولى شي، همداراز د سوات له طالبانو سره په شوي تړون کې دا نه دي ويل شوي، چې بهرني جنګيالي به له سيمې څخه وځي او ځايي طالبان به بې وسلې کيږي.
د پاکستان د مزدور دهقان ګوند مشر افضل خاموش هم د سولې پر ياد شوي تړون نيوکه وکړه او زياته يې کړه چې له دغه تړون سره سره اوس هم ځايي طالبان فعال دي او خپل پروګرامونه پرمخ بيايي .
هغه زياته کړه چې د وزيرستان د طالبانو مشر بيت الله محسود په خلاص مټ د افغان دولت پر ضد فعاليتونه کوي او په زغرده يې اعلان کړى، چې د جهاد لپاره به جنګيالي افغانستان ته لېږي .
افضل خاموش وويل : هغه پورې په افغانستان او پاکستان کې امنيت نه شي ټينګېداى، څو پورې چې له پاکستان څخه افغانستان ته د طالبانو د اوړېدو مخه ونه نيول شي .
د پښتونخوا ملی عوامي ګوند صوبایی مشر مختيار يوسفزي غونډې ته په خپله وينا کې پر استخباراتي ادارې ( اى ايس آيي ) تور ولګاوه، چې د سيمې امنيت يې خراب کړى دى.
هغه زياته کړه چې په قبايلي سيمو کې وسلوال جنګيالي د اى ايس ايي لخوا را پيدا شوي ، دوى ورته وسلې او نور امکانات برابروي .
غونډه کی ایمل خټک هم خپله وینا واوروله
د سيمينار په پاى کې ديوه پرېکړه ليک په اساس له پاکستان څخه وغوښتل شول چې په سيمه کې د امنيت رامنځته کېدو په موخه افغانستان ته د جنګياليو او ورانکارو د تګ راتګ مخه ونيسي .
