اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

د ښکلا مجلې ۳۲ او ۳۳ ګڼې چاپ شوې

په کندهار کې د بېنوا فرهنګي ټولنې له خوا د خپرېدونکې دوې مياشتنۍ مجلې (ښکلا) ۳۲ او ۳۳ ګڼې تازه چاپ شوې. دا ګڼې يو لړ ښکلې او معياري ليکنې، مرکې، شعرونه او راپورونه لري چې د مينوالو تنده به پرې ماته شي.

ښکلا ۳۲ مه ګڼه (شپږم کال، دويمه ګڼه، لړم_ليندۍ ۱۳۸۶ ل)
د ښکلا ۳۲ ګڼه ارواښاد محمد دين ژواک ته ځانګړې شوې، همدارنګه د ارواښاد مرکه هم په کې چاپ شوې، په ۳۲ مه ښکلا کې د دې ښاغلو ليکنې او شعرونه راغلې دي:
پوهاند زيار، سرمحقق عبدالله بختانى، سرمحقق حبيب الله رفيع، زرين انځور، فقير محمد ودان، ډاکتر طارق رشاد، اسحاق ننګيال، صديق کاوون، اکبر کارګر، ډاکتر واحد نظري، حاجي امين باوري، استاد ژواک، عبدالقديم پتيال، محمديار يار، هارون خپل، زرغونه ژواک، عبدالله احسان، سليمان جالب او داسې نور...

ښکلا ۳۳ مه ګڼه (شپږم کال، درېيمه ګڼه، مرغومى_سلواغه ۱۳۸۶ ل)
د ښکلا په درې دېرشمه ګڼه کې د سرليکنې او د هېواد د وتلي سندرغاړي فرهاد دريا د مرکې تر څنګ د دې ښاغلو ليکنې، شعرونه، ژباړې او شعرونه راغلي دي:
اسدالله غضنفر، عبدالغفور لېوال، معصوم هوتک، انور وفا سمندر، هارون خپل، خان زمان کاکړ، ماښام خټک، پوهنمل نظري، استاد نوميالى، عصمت الله زهير، آصف ننګ، رحمت آريا، صابر بې ريا، انجينر نعيمي، سليمان جالب، پروين ملال، احسان الله مهجور او داسې نور...

لوستونکي کولاى سي چي ښکلا مجله په افغانستان او خارج کي د ګډون په کولو له لاندي ادرسونو څخه ترلاسه کړي .

د لراوبر افغانستان لپاره د ښکلا پته :

ښکلا مجله
موسی خان سړک
هرات دروازه - کندهارښار
افغانستان
Email [email protected]
Call & SMS +93700311279

ښکلا په بهرنيو هيوادونو کي :

[email protected]
Call &SMS; +31622303611

د ښكلا مجلې ۳۲ او ۳۳ ګڼې چاپ شوېد ښكلا مجلې ۳۲ او ۳۳ ګڼې چاپ شوې

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←
د ښکلا مجلې ۳۲ او ۳۳ ګڼې چاپ شوې · Pashtoonkhwa