اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

د ښاغلي عبدالروف قتيل خوږياڼي په درنښت غونډه

دافغان ادبي ټولنې او خښي کلتورى ټولني له خوا دنامتو ليکوال ، شاعر، کيسه ليکونکى او مطبوعاتي شخصيت عبدالروف قتيل خوږياڼى په درنښت دپيښور دايران دکلتورى مرکز دامام خمينى په تالار کښې جوړه شوې وه دغونډې مشر دقامى اسمبلۍ غړى منير احمد خان اورکزى وْ دغونډې مشران ميلمانه استاذ غلام دستګير ړنک، داريانا پوهنتون مرستيال انور ظفرى ، دپښتونخوا دځنګلى چارو وزير واجد على وْ دکوربه په صفت ورسره دافغان ادبى ټولنې مشر اسلام ګل شيرزاد او د خښي او کلتورى ټولنې په استازى توب غلام عمر يوسفزى دميلمنو سره دکوربنو په توګه ناست وْ دغونډې پرانسته د احمدالله احمدزى لـه خوا دقران عظيم شان په تلاوت پيل شوه دغونډې دپرانستې وينا دافغان ادبي ټولني مشر اسلام ګل شيرزاد وکړه ورپسې دافغان ادبى ټولنې مطبوعاتى مسئول فضل قادر انډيوال دافغان ادبى ټولنې مطبوعاتى لاسته راوړنى په ګوته کړى او د ساپى دمرکز دمشر امام الدين ساپى ځانګړى پيغام ئې واورولو. ورپسې سيد صابر شاه صابر، تحسين الله تحسين، شيرين اّغا احمد يار ، سيد نقيب سحر، رويد همت ، صوبائى وزير واجد على ، داريانا دپوهنتون مرستيال انور ظفرى او دغونډې مشر او دقامى اسمبلۍ غړى منير احمد خان اورکزى خبرې وکړى او د قتيل ادبي ، کلتورى او مطبوعاتى هلې ځلې ئې وستائيلى غونډې ته دخښي کلتورى ټولنې مشر اجمل اټک له لندن څخه تيلى فون په ليکه خپل پيغام دغونډې برخه والو ته واوروْ ديادونې وړ ده چې دغونډې دنظامت چارې عبدالوهاب څاروان او واحدالله خاکسار په غاړه درلودې
پټه دې پاتې نه وي ،چې ډاکټر نصير کامه وال ښاغلي قتيل ته ستاينليک او اېوارډ برابر کړى و او دافغان ادبي ټولنې لخوا ښاغلي قتيل او دافغان ادبي ټولنې مشر قاري اسلام ګل شېرزاد ته پګړى هم وتړل شوې او قتيل صاحب دغونډې په پاى کښې له ښاغلي اجمل اټک او د افغان ادبي ټولنې له غړيو څخه د زړه له کومې مننه وکړه

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←