اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

اياز داودزي هم وفات شو

پېښور : دکوزې پښتونخوا نامتو شاعر، ليکوال او د ګڼ شمېر کتابونو مصنف اياز داودزى په ۲۷ جون ۲۰۰۸ نیټه د جمعې په ماښام د۸۶ کالو په عمر لدې فانی نړۍ څخه دتل لپاره سترګې پټې کړي . انا لله وانا الیه راجعون
د ارواښاد جناره نن په ۲۸جون ۲۰۰۸ نیټه د پېښور د چغرمټۍ داودزيو سيمه کې خاورو ته وسپارل شوه.
د ارواښاد داودزى ډېرې په زړه پوری ليکنې د مردان څخه د پښتو په مشهوره مجله «قند» کې هم خپرې شوې دي او د پښتو ژبې د يو کره کتونکي په توګه پېژندل شوى و. د هغه د مقالو، ليکنو او تبصرو ټولګه وروسته د «ادبي هڅې» په نامه خپره شوه.
ارواښاد اياز داودزى د ۱۹۲۲ کال د جون د مياشتې په ۲۲ مه نېټه په زېږېدلى ؤاو د ژوند زياته برخه یی د پښتو ژبـی د خدمت لپاره وقف کړى وه.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP ،د ارواښاد داودزى مړينه پښتون قام او پښتنو قلموالو ته غټ تاوان بولی ،له کورنۍ ، دوستانو او ادبـی ملګرو سره یی په دغه غم کې ځان شريک ګڼي ، روح دې ښاد وي.
په درناوي

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP د مشرتابه دفتر

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←