پېښور ښار کي بېړنى حالت اعلان شو
لر او بر28.06.2008:لر او بر: ايالتي چارواکي وايي په ښار کي د قبايلي طالبانو د ممکنه بريدونو د مخنيوي په خاطر يې کلک امنيتي انتظامات نيولي دي.
د پېښور د امنيت په باب وروسته له هغه اندېښنې راولاړي شوې، چي پاکستاني پوځ نن سهار د قبايلو په خيبر ايجنسي او باجوړ کي د طالبانو پر ضد جګړه پيل کړه.
د خيبر ايجنسۍ د علمياتو له پيلېدو سره سم د پېښور په ښار کي اضطراري حالت اعلان شو او ښاريان له بيري او سرګردانۍ سره مخ دي، د ښار په واټونو او کوڅو کي پوليسو او پوځيانو ګزمې پيل کړي او په روغتونو کي د خطر زنګونه وهل شوي دي. په حيات آباد کي هم پوليسو پر چوکونو او سرکونو پوستې جوړي کړي دي،.
خو لدې ټولو انتظاماتو سره - سره بيا هم ښاريان يو ډول اندېښنې اخيستي او له بېري سره مخ دي. له حيات آباد څخه داسي خبرونه هم ورکړل شوي، چي ځينو کورنيو د جګړې له بيري کډي کړي او پر سړکونو د ټرافيکو تګ راتګ د پخوا په پرتله خورا لږ دئ.
د پاکستان صدراعظم سيد يوسف رضا ګيلاني وايي پوځ به يوازي له هغو کسانو سره جنګېږي، چي د مرکزي حکومت اطاعت نه مني، نوموړى وايي هرڅوک چي وسله کښېږدي او له جنګه لاس واخلي، هغه به په امن کي وي.
بلي خواته د قبايلي طالبانو مشر بيت الله مسود له پاکستاني حکومت سره د سوله ايز تړون د ماتېدو اعلان وکړ.
بيت الله مسود وايي پاکستاني پوځيان د دوى پر مورچو هوايي او ځمکني بريدونه کوي، چي له امله يې دوى هم مقاومت ته مجبوره دي..
د پاکستان پوځ نن سهار په خيبر دره او باجوړ کي د طالبانو پر مرکزونو بمبارۍ پيل کړې، چي د لښکر اسلام د کاکاخېل يونټ په نامه يې د طالبانو د يوې ډلي مرکز هم له منځه وړى دئ.
رپوټونه وايي په جمرود او شاه کلا سيمو کي د وسله والو طالبانو پر مرکزونو ګولۍ لګېدلي، او د باړه سيمي ته تازه دمه پوځي کتارونه لېږل شوي، چي ټانکونه او سر پټي موټرونه هم پکي شامل دي.
په خيبر ايجنسي کي له څو ورځو راهيسي حالات خراب وه، چي له امله يې پوليټکل چارواکو په سيمه کي تر نامعلومه وخته کرفيو لګولې وه.
د نن ورځي په جګړو کي تر اوسه د ۶۰ کسو د وژني او تر ۸۰ ډېرو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوى دئ.
چارواکو په سيمه ايزو روغتونو کي ډاکټرانو او نرسانو ته د رخصتۍ په ورځ هم د کار کولو امر کړى دئ.
پاکستان دغه عمليات پر داسي وخت پيلوي چي له دوو اونيو راهيسي د افغان حکومت، امريکا او ناټو د غړو هيوادونو له پرله پسې نيوکو سره مخ دئ.
افغان حکومت ادعا کوي چي کله پاکستان له خپلو طالبانو سره سوله وکړي، هغوى سمدستي پر افغانستان رامات شي او دلته په ورانکاريو لاس پوري کړي.
د امريکا د دفاع وزارت پنټاګان تېره اونۍ يو راپور خپور کړ، چي ويل يې په افغانستان کي د دوى پر ضد بريدونو کي ۴۰ فيصده زياتوالى راغلى دئ. پنټاګان د دې بريدونو د زياتوالي علت د پاکستان د حکومت او طالبانو سوله ايز تړون په ګوته کړى ؤ.
