اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

د مدير صميم الله خان په مړینه د PSDP غمرازی

په ډیره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د کونړونو ولایت د پوهنی پخوانی لوی مدیر اود هیواد د ښوونې او روزنې خدمتګار الحاج صميم الله خان په پېښور کې په 14.07.2008 نیټه دورپيښې ناروغۍ له امله 87د کالو په عمر له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.
اناالله وانااليه راجعون
ارواښاد مدير صيب الحاج صميم الله خان دهيواد دښوونې او روزنې دخادم په توګه دهيواد په بيلابيلو برخو کې دزده کوونکو دروزلو په لار کې، دپوهنې په ډېرو مهمو ادارو کې دندی ترسره کړی دی او د پښتو ژبی او کولتور د بډاینی لپاره یی هر اړخیزی هلې ځلې کړی چی تل به یاد ساتلی شی.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP د مشرتابه دفتر دهيواد دوتلي ليکوال،ژبپوه اوکره کتونکي استاد محمدآصف (صميم) او خپلوانوسره په دغه دروند غم کې ځان شريک ګڼی. ، ارواښادته دلوی خدای (ج) له دربارڅخه دمغفرت اوجنت فردوس غوښتنه کوي.

په درناوي
نصیر ستوری
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP د مشرتابه دفتر مرستیال
Presidential Secretariat of Pashtoons Social Democratic Party

Mohammad Asif Samim sara de Arwakhad Samimullah Khan pa mrenna de PSDP Ghamrazi
(Pukhtoonkhwa Khabaryal).

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←