اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

د مدافع وکیلانو خپلواکه ټولنه جوړه کړه

په لومړي ځل د افغانستان د مدافع وکیلانو خپلواکه ټولنه د ټول افغانستان د څلور سوه مدافع وکیلانو په هڅو جوړه شوه. په کابل کې د افغانستان له هر ولایت نه د مدافع وکیلانو دخپلواکې ټولنې غړو نن او پرون د ټولنې د مقرراتو په سر جدي بحثونه وکړل.

که څه هم د مدافع وکیلانو د کاري لارښود په اړه پارلمان بشپړ قانون تصویب کړی خو د مدافع وکیلانو د مقررو لاېحې ندي تصویب شوي.

دعدلېې وزیر سرور دانش وویل چې د مدافع وکیلانو د حقوقو د خوندي ساتلو په خاطر یې دوه کاله د یوی مسودی په جوړولو کار کړی.

ډېریو مدافع وکیلانو اشنا تلویزیون ته وویل چې د مدافع وکیلانو د ټولنې د کار له پیل سره به د عدلي سیستم دریم بنسټ هم پوره شي. دغو مدافع وکیلانو ویل چې د قاضیانو او څارنوالانو لپاره ټول امتیازات خوندي ول ولې مدافع وکیلانو منظمه کړنلاره نه لرله.

د مدافع وکیلانو د دی ټولنې له جوړېدو سره به په افغانستان کې د زیاتو مدافع وکیلانو د روزنې چاری ګړندۍ شي. دا ډول به د هغو سېمو په محاکمو کې چې مجرمین مدافع وکیلان ونلري، ددی ټولنې له لاری به مجرمین مدافع وکیلان په اسانۍ موندلای شي

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←