اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

سوات کې په کورونو دمرميو لگېدو له لامله ١٣ ولسي وگړي شهيدان شوي

SCPRD خبر:د سوات په کبل سيمه کښې دعملياتو پر مهال په ولسي کورونو دمرميو لگېدو له لامله ١٣ ولسي وگړي شهيدان شوي .
د خبر له مخې دا مرمۍ د سوات د کبل د شاه ډېرۍ په سيمه کښې پرېوتي ، چې له لامله يې د يوې کورنۍ شپږ وگړي شهيدان شوي ،چې ښځې او ماشومان هم په کښې شامل دي ، په دېوالي سيمه کښې د جومات دامام په کور مرمۍ وتوغول شوې ، چې په ترڅ کښې يې امام ، مېرمن او پنځه ماشومان شهيدا ن شول .
نامعلومو وسله والو په کيشوره سيمه کښې دوه ښوونځي او په خوزه خېله کښې يو ښوونځى سوزولي دي . امنيتي ځواکونه دطالبانو خلاف عملياتو ته دوام ورکړى ، چې په ننيو عملياتو کښې له لسو زيات طالبان وژل شوي او گڼ شمېر ټپيان شوي دي .
د يادونې وړ ده ،چې صوبايي حکومت د سوات د طالبانو مشر مولانا فضل الله د وژنې يا نيونې په سر پنځوس لکه روپۍ او د هغه دمشاور او وياند حاجي مسلم خان پر سر څلوېښت لکه کلدارې انعام ايښى دى .

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←