اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

ښکلا مجله - پرله پسې ۳۴ او ۳۵ ګڼې تازه چاپ شوې

په کندهار کې د بېنوا فرهنګي ټولنې له خوا د خپرېدونکې دوې مياشتنۍ مجلې (ښکلا) ۳۴ او ۳۵ ګڼې تازه چاپ شوې. دا ګڼې يو لړ ښکلې او معياري ليکنې، مرکې، شعرونه او راپورونه لري چې د مينه والو تنده پرې ماتېږي

د ښکلا پرله پسې ۳۴- مه د (شپږم کال، څلورمه، کب_ورى ۱۳۸۶ – ۱۳۸۷ ل) ګڼه چي په ۸۸ مخونو کي چاپ سوې ده،

د ادارې پر يادونه سربېره د پوهنملي رحيمې رشيد، استاد نوميالي، محمدمعصوم هوتک، هارون خپل، محمدابراهيم همکار، عصمت زهير، ماښام خټک، عبدالکريم عامر، انور وفا سمندر، پوهنمل محمود نظري، ډاکټر زکريا ملاتړ، حيات الله رفيقي، اسدالله جلالزي، صابر خان بېريا، انجينر محمدحسن نعيمي، رفيع الله ستانکزي، رحمت آريا، غلام ولي نوري، عبدالنافع ثنا او پروفيسر عبدالخالق رشيد علمي، تاريخي، سياسي او ادبي ليکني او ژباړي خپرې سوي دي.
همدا راز ښاغلي لوستونکي د ښکلا مجلې په دې ګڼه کي د ((قاموسونه ډاټ کام)) له مسئول چلوونکي احمدولي اڅکزي سره يوه په زړه پوري مرکه هم لوستلاى سي.

ښكلا مجله - پرله پسې ۳۴ او ۳۵ ګڼې تازه چاپ شوې

د ښکلا مجلې په پرله پسې۳۵ - مه د (شپږم کال، پنځمه ګڼه، غويى_غبرګولى۱۳۸۷ ل) ګڼه کي چي په ۸۸ مخونو کي چاپ سوې ده، د افغانستان د مشهور منجم ښاغلي عبدالله کندهاري سره يوه مرکه ترسره سوې چي د افغانستان پر روانو سياسي حالاتو يې اوږده بحثونه پکښي کړي دي.
د ښکلا په همدې ګڼه کي د ادارې پر سرمقاله سربېره د پوهنملي رحيمې رشيد، استادنوميالي، محمدمعصوم هوتک، هارون خپل، عبدالاحد پيغام، عبدالله پيکار، شرر ساپي، پوهنمل محمود نظري، عبدالله شاه ژوندون، انجينر محمدحسن نعيمي، رحمت آريا، غلام ولي نوري، عبدالنافع ثنا، پروفيسر عبدالخالق رشيد، ميرويس جلالزي او شيراحمد حيدر علمي، تاريخي، سياسي او ادبي ليکني او ژباړي خپرې سوي دي. چي درانه لوستونکي يې په افغانستان او خارج کي د ګډون په کولو له لاندي ادرسونو څخه ترلاسه کولاى سي.

ښكلا مجله - پرله پسې ۳۴ او ۳۵ ګڼې تازه چاپ شوې

د اړيکو او ترلاسه کولو لپاره :


ښکلا مجله
موسی خان سړک
هرات دروازه - کندهارښار
افغانستان
E-mail: [email protected]
Call & SMS +93700311279

په بهر کي د ښکلا ترلاسه کولو ، يا په ښکلا کي د تجارتي اعلانونو دخپراوي لپاره په لاندي پته تماس ټينګ کړئ :

Skala Magazine
Post Box No. 4400
2003EK HAARLEM
The Netherlands
Call &SMS; +31622303611

قلموال، مرڅله او بېنوافرهنګي ټولنه - افغانستان Benawa Cultural organisation

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←