دسپين بولدک قومي مشرانودقومونوديووالي غوښتنه وکړه
Kandahar RTA:دسپين بولدک ولسوالي قومي مشرانو ديوي غونډي په ترڅ کي دقومونوترمنځ ديووالي غوښتونکي شول
نوموړې غوڼده دکندهارولايت دسپين بولدک په سرحدي ولسوالۍ کي دسلګونوقومي مشرانو، دين عالمانواوسپين ږيرولخواجوړه سويوه، دغوڼدي هدف په سپين بولدک ولسوالۍ کي د واده پرموټرونودماين دچاودني غندل وه کوم چي دناوي اوزوم په ګډون دوولس تنه لويان اوکوچنيان پکښي په شهادت ورسيدل.
دغونډي ګډونوالوسره ددې چي دغه ناوړه پيښه يي سخته وغندل پرخپلوخلکويي ږغ وکړترڅو سره يوسي اوداتفاق اواتحاد له لاري ددغه ډول غمناکوپيښومخنيوۍ وکړي.
غونډي ته يوشمير قومي مشرانو ويناوي وکړې چي دخپلوويناووپه ترڅ کي يي د افغانستان داسلامي جمهوريت څخه خپل ملاتړاعلان کړ اودايي خپله فريضه وبلل ترڅودخپل منتخب ولسمشرترشا ودريږي.
دسپين بولدک ولسوال ګل محمد خان دقومونو ترمنځ دداډول غونډو جوړول دملي يووالي نښه وبلل اودايي دسولي اوثبات په راوستوکي ډيرمهم کاروباله، ده هم په خپل وارسره د واده پرموټرانو دماين چاودنه سخته وغندل اودايي دوطن اوخلکوددښمنانوکاروباله، ده له قومي مشرانوڅخه غوښتنه ترڅوپه خپلومنځوکي اتفاق اواتحاد راولي اودښمن دې ته پرينږدي چي زموږخوښۍ په غم رابدلي کړي، ده دقومونوپريووالي په ټينګارسره وويل چي که موږ سره يو يو نو بيابه هيڅوک هم پرموږ دبريدنيت ونه کړي.
عزت الله عزت
