اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

جنرال پرویز مشرف به د اعتماد نوې رایې اخلي

وی او ای ډیوه: د پاکستان واکمن ایتلاف د جمهوررئیس پرویز مشرف د مواخذې فیصله اعلان کړه.
د ایتلاف مشرانو اصف علي زرداری، میا نواز شریف ښاغلي مشرف باندې په یو ګډ مطبوعاتي کانفرنس کې یو شمېر جدی تورونه ولګول.
ښاغلي زرداري وویل پرویز مشرف وعدې ماتې کړی.
د اساسي قانون سرغړونه یې کړې، ادارې یې کمزورې کړي. او په پختونخواه او قبایلي سیمو کې یې ګډوډي رامنځ ته کړي دي.
نوموړي زیاته کړه پرویز مشرف به د نوي پارلمان او صوبایي اسمبلیو نه د اعتماد نوې رایې اخلي او دهغې وروسته به د جمهوررئیس مشرف مواخذه کېږي.
د مشرف د ائنده سیاسي رول په اړه واکمن ایتلافي ګوندونو درې ورځی په اسلام اباد کې په خبرو بوخت وو. په دغو خبرو کې د پیپلز ګوند مرستیال مشر اصف علی زرداري مسلم لیګ مشر نواز شریف، د جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان او عوامي نیشنل ګوند مشر غړی حاجي عدیل برخه لرله.
نوموړې یې په هیواد کې په ګډوډۍ ائین ماتولو، قاضیان لری کولو او د بجلۍ بحران او یو شمېر نورو خبرو باندی تورن کړی دی.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←