مينه پرله پسې ۴مه او ۵ مه ګڼه په ليکه او چاپ شوه
لراوبر:د پښتونخوا له زړۀ پېښور نه د خپرېدونکې (( مينه )) مجلې د وړومبي ۱۳۸۷ هجري نمريزکال د چنګاښ او زمري د مياشتو پرله پسې څلورمه او پنځمه ګڼه له چاپه راووته او په ليکه شوه.
مينه وال کولې شي چې نوې ګڼه د پښتونخوا له مختلفو کتاب پلورنځايونو څخه او يا يې د پوسټ له لارې ترلاسه کړي او هم کولې شي د انټر نټ له لارې يې د مېنې مجلې په وېبلاګ کښې ولولي.
همدا رنګ د قلم له خاوندانو څخه هيله ده چې د شپږمې ګڼې لپاره خپل قلمي زيارونه زر تر زره د پوسټ يا ايمېل په ذريعه مونږ ته راوليږي چې مجله پرې لا زياته ښکلې او ښائسته کړو.
د پوسټ پته: اهلبېت پښتو اکېډيمي کوڅه نمبر ۲ غريب آباد سړک شاهين ټاؤن ډاکخانه بر تهکال پېښور (پښتونخوا)
برېښناليک:E-mail: [email protected]
ټېلفون: ۷۱۱۴۵۶۶ ګرځنده: ۰۳۴۵۹۰۴۷۵۸۴
