باجوړ کې۱۰۰ تندلاري او نهه پوځیان وژل شوي دي
۱۰/۸/۲۰۰۸دخبری رسنیو د خبرونو له مخی: دجمعی ورځی د اګست د میاشتی د اتمی نیټی راهیسی دپاکستانی جنګي جیټ الوتکو او هلکوپترو د پښتونخوا د باحوړ ایجنسۍ دمرکز،خار شاوو شاوخوا سیمې بمباري کړي ترڅو د خار له څنډو طالبان په شا کړي او ددې ښار محاصره ختمه کړي.
د پاکستان دپوځ یو شمیر چارواکي دا نه مني چې د باجوړ مرکز، خار طالبانو محاصره کړی دی خو دا رپوټونه تاییدوي چې،وسله والو طالبانو، د خار دباندې سیمې، حاجي بوانګ، ملاکلی، جار، صدیق اباد او یو شمیر نورې سیمې نیولي دي. د باجوړ سیمه ییز چارواکي څرګندوي چې طالبان د خار په څو سوه متره فاصله کې سنګرونه جوړوي .
له باجوړه ګڼ ملکیان د پیښور او دیر خواته په کډه دي څو له جګړې ځانونه خوندي کړي.
طالبانو له تیرې چهارشنبه راهیسې تقریبا هره ورځ په باجوړ کې د پاکستان دپوځیانو د وژلو او د یو شمیر دنیولو ادعا کړې ده او نن یکشنبه یې هم وویل چې د خار شاوخوا په کورونو کې پنځلس پټ شوي پوځیان یې وژلي دي او پنځه یې ژوندي نیولي دي. دپاکستان پوځي سرچینې وایی په نښتو کې له چهارشنبی ورځی راهیسې یی ۱۰۰ تندلاري وژلې دي.او نهه حکومتی ځواکونه هم وژل شوي دي.
د پاکستان نیمه پوځي ځواکونه وایي چې نن په څلورمه ورځ هم حکومتي ځواکونه په باجوړ کې د تندلارو پرضد جگړه کې بوخت دي.
حکومتی ځواکونو سره په دغه جگړه کې جنگي هیلي کاپټرې هم برخه اخلي باجوړ د طالبانو او القاعدې لپاره په لرلو مشهور دی چارواکي شک کوي چې جنگیالي ددغه ځایې په گاونډي افغانستان بریدونه کوي.
