اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

اجمل خټک باباته جایزه ورکړی شوه

دPSDPدارلانشا خبر:دروان ۲۰۰۸ ع کال د اګست د میاشتی په لسمه د پاکستان د ادبياتو اکاډمي د پښتو د ادب پلاراجمل خټک باباته دپښتوژبی او ادب ته دنه ستړیکیدونکو خدمتونو په وياړ ستره ادبي او کولتوری جايزه چې «کمال فن ايوارډ» نومېږي ورکړه. چی ددی سره پنځه لکه کالداری هم مل دی.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPSDP خپل سیاسی او روحانی مشر اجمل خټک بابا ته مبارکی وایی او روغ صحت ورته له لوی خدایه غواړی.

همدا راز د پاکستان د ادبياتو اکاډمي دپښتو ژبـی نامتو شاعر،لیکوال ، ادیب او څیړنکارښاغلی دروېش درانى ته د پښتو شعر په وزن باندې څیړنیز کتاب « پښتو عروض» په ویاړ چی دپښتو د ادب په میدان کی ډیرمهم څیړنیز کتاب دی د «قومي ادبي ايوارډ» په نوم جايزه ورکړه د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPSDP ښاغلی دروېش درانى د زړه له کومی مبارکی وایی .
De pakhto de adab plar Ajmal Khatak Baba ata de Adabiato akademy Jaeeza warkra.
Hamda raz khaghali Darwesh Durani ta ham de Adabiato akademy Jaeeza warkra.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←