اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

لوګر کې د ښځینه کارکونکی وژل شوی

د لوګر ایالت چارواکی وایي چی ۱۳/۸/۲۰۰۸ مه نیټه له غرمی وروسته وسله والو درې بهرني ښځینه مرستندویه کارکونکي وژلي دي. په دغه پېښه کې د دوي ډرئیوار هم وژل شوې دی.
د لوګر والي یا ګورنر عبدالله وردک ویلي چې د نړیوالې ژغورنې کمیټۍ درې ښځینه کارکونکي چې برتانیه نژاد کینډایي، کینډایي او ټرنیډاډ نژاد امریکایي دي لوګر نه کابل ته په سفر وې چې شکمنو طالبانو په دوي برید وکړو.
افغان کورنیو چارو وزرات ویاند زمري بشرې ویلي د پېښې پلټنې روانې دي او دغه برید یې په نړیوالو مرستندویه کارکونکو د ټولو خونړې برید وبللو.
د اې ار سي رئیس جارج پاپ ویلي اداره ېې په پېښه ډیره غمژنه ده. د اې ارسي اداره بیرته ستنیدونکو افغان کډوالو ته بیړنې امداد ، د اوبو، صحت ، اود صفایۍ اسانتیاو کې افغانستان حکومت سره مرسته کوي.
د برید ورسته اې ار سي په افغانستان کې خپلې فعالیتونه ودرولي دي. ملګرو ملتونو هم د نني برید غندنه کړې ده

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←