اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

راتلونکی جمهوررئیس به څوک وي

18.08.2008:دا هغه پوښتنه ده چې په خبری رسنیو کی لاندی باندی کیږی ، پدی اړه د مشرف پلوه مسلم لیګ (ق) ډلې یو مشر مشاهدحسین وایی د واکمن ایتلاف د دوو مهمو ګوندونو یعنی پیپلز PPPاو مسلم لیګ (ن) ګوند په منځ کې اختلافات راپارولی شي ، که چیری راتلونکی جمهوررئیس هغومره قانوني اختیارات ولري لکه څومره چې پخواني جمهوررئیس مشرف لرل ،نوبیا امکان شته چې پیپلز ګوند او مسلم لیګ (ن) ډله به د جمهور رئس څوکۍ ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي او که چیری پارلمان د جمهوررئیس نه د اختیاراتو اخستلو فیصله وکړي. نوبیا امکان دا دی چې د کوم بل ګوند مشر یا کوم بې طرفه شخصیت د جمهوررئیس په څوکۍ کېښني.
تر اوسه چې په میډیا کې کوم ګنګوسي دي هغه دا دي چې د پیپلز ګوند مشر اصف علي زرداري کیدای شي جمهورئیس جوړ شي. خو دا هم ویل کېږی چې ښاغلی زرداري کومه ښځه جمهورئیس جوړول غواړي ،خپله د بې نظیر بوټو زوي بلاول بوټو ویلي راتلونکی جمهوررئیس به د پیپلز ګوند نه وي.
د عوامي نیشنل ګوندمشرANP اسفندیار ولی خان د جمهوررئیس جوړیدو په اړه هم په میډیا کې ګنګوسي روان دي،خو بیا به پوښتنه دا کېږي چې اسفندیار ولي خان به د جمهوررئیس هغه ټول واک او اختیار ولري کوم چې ښاغلی مشرف لرل.
د مسلم لیګ (ن) ډلې مشر چودري نثار علیخان د راتلونکي جمهوررئیس په اړه دخپل ګوند لخوا د چانوم ښودلی نه دی خو دا یې ویلي دی چی د ایتلافي ملګرو سره به په دغه موضوع خبرې کوي. هغه د یوبل پښتون مشر او د پختونخوا ملي عوامي ګوند PkMAPمشر محمود خان اچکزي او د پخواني ستر قاضي صدیق الزمان صدیقي نوم هم اخستې دی.
په پاکستان کی زیاتره وخت دجمهوری ریاست کرسئ د پښتون صدر له خوا سنبال شوی ، نو کیدای شی چی دا وار هم یو پښتون جمهور ریس شی، خوتر اوسه لا دراتلونکی جمهوررئیس په هکله کو کوټلی ګام ندی اخستل شوی.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←