اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

۲۰۱۰ کال دې د باچا خان په نوم ونومول شي

ويښ ځوانانو له ملګرو ملتونو وغوښتل چې افغان وژنې ته دې د پاى ټکى کېښودل شي او همدې موخې ته د رسېدو په خاطر دې ۲۰۱۰ زيږديز کال د باچا خان په نوم ونومول شي.
د ويښ ځوانانو مشر اسرار احمد کريمزي نن ( د زمري ۳۰ مه) په يوه خبري ناسته کې د افغان وژنې له ښکلېو ډلو وغوښتل چې له جګړې څخه لاس په سر شي.
نوموړي همداراز په ملګرو ملتونو ټينګار وکړ چې په افغانستان کې دې په خپل منځګړتوب د جګړې د پاى ته رسېدو لپاره له نوې ستراتيژي څخه کار واخلي.
هغه په افغانستان کې د څه باندې ۸۰۰۰ ملکي وګړو د وژنې يادونه وکړه او زياته يې کړه چې که سولې ته مخه ونشي نو د جګړې دوام به دغه شمېره نوره هم زياته کړي.
د ويښ ځوانو مشر د عدم تشدد فلسفله د افغان وژنې د پاى ته رسولو يوه ګټوره لار وبلله او د جګړې په ښکلېو خواوو يې غږ وکړ چې د ستونزو حل په جګړه نه بلکې په همدې لاره کې دى.
کريمزي وويل چې افغانان سوله غوښتونکي او خوښونکي خلک دى خو نړيوالو ته غلط ورپېژندل شوي دي.
نوموړي د بېلګې په توګه د باچا خان يادونه وکړه او زياته يې کړه: ((فخر افغان باچا خان له نن څخه څو کاله مخکې د خدايي خدمتګارانو په نوم د عدم تشدد يو ستر پوځ جوړ کړى وو.))
د خبري ناستې په پاى کې خبر پاڼه وويشل شوه چې پکې له ملګروملتونو غوښتل شوي و چې ۲۰۱۰ کال دې د باچا خان په نوم ونومول شي.
کريمزي د دغې غوښتنې په اړه وويل چې له دې سره به نړيوالو ته د افغان ولس رښتيى تصوير وړاندې شي او په افغانستان کې به سولې ته لاره اواره شي.
نوموړي زياته کړه چې د دغو غوښتنو لپاره به د روان کال د سپتمبر په ۲۱ مه، دهيواد په بېلا بېلو ولايتونو کې سولييز لاريون کوي.
همداراز هغه زياته کړه چې ويښ ځوانان به په ځينو بهرنيو هېوادونو کې هم دغه ډول سولييز لاريونونه تر سره کړي.
کريمزي د امريکا، انګلستان، المان، هالنډ، ترکيه، هند او پاکستان تر څنګ په نيوريارک کې د ملګرو ملتونو د ودانۍ مخې ته د سولې نړيوال لاريون د ترسره کولو يادونه وکړه.
ويښ ځوانان يو ټولنيز سازمان دى چې له دوه کلونو را په دې خوا په افغانستان کې د ټولنيزې ويښتيا لپاره کار کوي.

2010 Kal de de Bacha Khan Pa Noom wanomawal she
de weekh Zwanano ghokhtana
Israr Ahmad Karimzai

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←