اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

دمشروزیر محمدګل خان مومندټولنه جوړه شوه

هغه شانداره غونډه چې دسنبلې په اوله دسترمشروزيرمحمدګل خان مومند د وفات د۴۴تلین ددرنښت په يادجوړه شوې وه په دې غونډه کې دولسى جرګې اومشرانوجرګې استازيودځينووزارتونومرستيالانو،ملى اوقومى شخصيتونو، علماى کرامو، يوزيات شميرژورناليستانواودقلم خاوندانو
ګډون کړى و.غونډه دقرآن پاک دخوآيتونوپه تلاوت پيل اوورپسى ددغې فرهنګى ټولنې مشرډګروال ګلبټ خان مومندپرانيستونکى ويناوکړه اود دګډون کوونکوڅخه یې مننه وکړه اوويې ويل چې ستاسې داپه مينې راتګ ماته ډاډراکړ چې سبابه په دې برخه کې نوراغيزمن ګامونه هم پورته کړاى شو. ورپسې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت ادارى اود توريزم مرستيال غلام نبى فراهى په خپلې ويناکې وويل چې ارواښاد محمدګل خان مومنددتاريخ يوه پيژندل شوې څيره ده چې تعارف ته یې اړتيانه شته. هغه په خپل لوى زړه کې دوطن دخدمت ستره ارزولرله اوترهرڅه يې زيات دملي وحدت دټينګښت اودقومونودنږدې والى اويووالي لپاره کارکاوه. زموږ دغه ستراوپه هېواداوافغان ولس مين مشرپه خپله يوتاريخ دى اود صداقت، مينې اوشجاعت يوه ځلانده نمونه وه. له هغه وروسته داطلاعاتواوفرهنګوزارت نشراتي مرستيال ښاغلى محمدمبارزراشدى ويناوکړه هغه وزيرمحمدګل خان مومند و
دهغوميړنيو شخصيتونوپه ډله کې يادکړچې دخلکو، هيواداوانسانيت لپاره يې سترى کارنامې ترسره کړي دي. په دې پرتمينه غونډه کې تاند اوهڅاندشاعرهارون حکيمى شعرووايه ورپسى استادعاشق غريب اوږده ويناوکړه. دغه رازدهيواد سترمحقق اوفرهنګى شخصيت حبيب الله رفيع، دعالى تحصيلاتو وزارت مرستيال ښاغلى خويشکى، مشهورشاعراو اديب عصمت قانع، ښاغلى وحيدالله، مولوى صاحب قیام الدین کشاف، ډاکتربشرهم ويناوى وکړي. غونډه دمولوى صاحب کشاف لخواددعايې په ویلوسره پاى ته ورسيده .
De Wazir Mohammad Gul Khan Momand Tolana Jora shwa
Zafar Ehtimam

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←