که تخار ته راستانه شوي پښتانه کډول بيرته ونه وځي وبه يې وژنو
29.08.2008:ټول افغان:د تخار ولايت په خواجه بهاوالديڼ ولسوالۍ کې د ازبکو يوې غونډې هلته د بلوچستان له ژوب ښار څخه بېرته راستنو شويو ۸۳ پښتنو کورنيو ته چې له تېرو اوو ورځو راهيسې د سيمه ييزو ازبکانو لخوا په يوې کلا کې محاصره دي نن د جمعې د ورځې تر اتو بجو ضرب الاجل ورکړى چې سيمه پرېږدي که نه په ضد به يې وسله وال ګام واخلي. دغه جرګه د يو سيمه ييز جنګ سالار لخوا چې قاضي کبير نومېږې او د دوستم لخوا هڅول کېږي، راغوښتل شوې ده. دغه پرېکړه نن سهار شوې او له هغې وروسته ټوله ورځ د ولسوالۍ د ښار دوکاندارانو پر دغو پښتنو غذايي توکي بند کړي دي. دغه ۸۳ کورنۍ ۷۵۰ کسان دي چې د اوبو د څښاک لپاره له يوې څا څخه کار اخلي او ډېرى ښځې او ماشومان يې په نس ناستي اخته شوي دي. د جرګې په پرېکړه کې راغلي چې د کوکچې له سيمې اخوا په نهو ولسواليو کې پښتانه نشي اوسېدلاى او دا د ازبکانو سيمه ده. سيمه ييز پښتانه وايي چې سيمه يیز جنګسالار قاضي کبير او د تخار والي لطيف ابراهيمي چې خپله هم ازبک دى د دغو پښتون ضد بلواو تر شا دي. سيمه ييزو پښتنو غوښتل چې د ستونزې د حل لپاره يوه جرگه جوړه کړي خو ازبکانو د لاريونونو په ترڅ کې د مرگ پر پښتنو شعارونو ورکولو ددغې هڅې مخنيوى وکړ. د اړيکو شمېرې: قاضي کبير : ۰۷۹۹۴۱۹۳۳۱ د خواجه بهاوالدين ولسوال اکرم : ۰۷۹۹۱۷۶۹۹۹ سيمه ييز پښتون مشر امين الله : ۰۷۰۰۷۰۰۳۴۳
غوث الدین فروتن
