جرمني په افغانستان کې د ریل پټلۍ جوړوي
وی او ای:د جرمني شپیگل مجلې لیکلي چې د جرمني پوځ په افغانستان کې د اکمالاتو لپاره د ریل د پټلۍ په جوړولو غور کوي.
د شپیگل مجلې ۳۱/۸/۲۰۰۸ لیکلي چې جرمني غواړي د مزار شریف او حیرتان تر منځ ۶۷ کیلومتره د ریل پټلۍ جوړه کړي.
جرمني په مزار شریف کې او د ازبکستان د ترمز په ښار کې پوځي اډې لري. د ترمز او حیرتان تر منځ پټلۍ جوړه ده. شپیګل لیکلي چې ددغه نوي پټلۍ له جوړېدو سره به د جرمني ددغو دوو اډو تر منځ د اکمالاتو د ترانسپورت زمینه برابره شي.
شپیګل ندي لیکلي چې ددغه ریل پټلۍ پر جوړولو څومره مصرف راځي، خو پوځ هیله ښودلې چې د جرمني د پرمختګ اداره او نورې مرستندویې موسسې به ددغه پروژې له بشپړیدو سره مالي مرسته وکړي.
