اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

په کراچئ کی د اجمل خټک باباپه ویاړغونډه وشوه


چې نشه د استبداد لري په سر کښې
مــاته يو دى که مغل دى که افــــغان

کراچئ: د2008 ع کال د اګست د میاشتی په لسمه د پاکستان د ادبياتو اکاډمي د پښتو د ادب پلاراجمل خټک باباته دپښتوژبی او ادب ته دنه ستړیکیدونکو خدمتونو په وياړ ستره ادبي او کولتوری جايزه چې کمال فن ايوارډ« لايف اچيومنټ»ايوارډ نومېږي ورکړیوه چی ښاغلي اجمل خټک ته ایوارډ د ورکولو په خوشالۍ کې په ديرشم اګست دوزره اتم کال دشپې په اتۀ بجې اباسين هال کراچۍ کې د پښتون تېنکرز فورم لخوا د يوې درنې غونډې تابيا شوې وه ـ د دې غونډې مشري ښاغلي مبارک احمد مبارک او د نظامت چارې يې رحمان بونيري ترسره کولې ـ
دغونډې پرانيسته دپښتون تېنکر فورم د سرګرم غړي ښاغلي قادرخان ايډوکېټ وکړه ، هغه زياته کړه چې دا د خوښۍ خبره ده چې پښتون شاعر ته په لومړي ځل داسې لوي اعزاز ډالۍ کيږي ـ خو ددې نه لويه خبره داده چې کوم هيواد نوموړى دغدار په نامه يادولو نن مجبور دى چې هغه ،،غدار،، ته دهغۀ حق(ايوارډ) ورکړي ـ
ښاغلي طاهراپريدي څوک چې د اجمل خټک بابا نزدې ملګرې پاتې شوى دى وويل چې زه اجمل خټک د هغه وخت نه پېژنم کله چې دهغه ږيره توره وه او زما په مخ بيخي ږيره نه وه ،نوموړي د ښاغلي اجمل خټک يو څو خاطرې واورولي او بيا يې وويل چې زه اجمل خټک ته مبارکي وايم او دهغه په دې ايوارډ دومره خوښ يم عن لکه دغه ايوارډ چې ماته راکړل شوې وي ـ
دطاهر اپريدي د خبرو وروسته مشاعره وشوه ، دمشاعرې وروسته د موسيقۍ پروګرام کې د اجمل خټک بابا کلامونه زمزمه کړې شوـ
ديادونۍ وړ ده چې دکراچۍ په للمه د پښتون تېنکرز فورم له خوا دا دويمه ادبي غونډه ترسره شوه، ددې نه مخکې ددې فورم له لوري د غني خان په ياد کې يو سيمنار هم په اردو ارټس کونسل کراچۍ کې جوړ شوې وو .
. ظفرکريمي کراچۍ
Pa Karachai ki de Ajmal Khatak Baba Pa wyar Ghonda
Zafar Karimi , Karachi

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←