اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

د پاړسي ژبې تلویزیون کې ګډون ستر خیانت دی


د ایران او تاجکستان سره د پاړسي ژبې تلویزیون کې ګډون ستر خیانت دی

د نړیوالو خبري رسنیو څخه خبر شوم چې ښاغلي کرزي د ایران او تاجکستان سره د پاړسي ژبې تلویزیون جوړېدل منلي دي.
څرنګه چې دا حقیقت ټولو ته پوره څرګند دی چې ایران تل د تاریخ په اوږدو کې هڅه کړې او کوي چې په افغان ولس باندې خپل کلتور او پاړسي ژبه وروتپي. ایران تل په افغانانو باندې د خپل مذهب، کلتور او ژبې د تپلو لپاره یو شمېر افغانان روزلي دي او د همدغو روزل شوو افغانانو په وسیله په افغانستان کې د خپل مذهب، کلتور او ژبې د خورولو لپاره پټ او څرګند فعالیت کړی او کوي. په تیرو وختونو کې ایرانیانو و کولای شول چې د افغانستان جوماتونو ته چې پخوا د افغانانو د زده کړې یوازیني مرکزونه وو، د پنج کتاب، ګلستان، بوستان او نورو پاړسي کتابونو په ننویستلوسره د افغانانو ددیني زده کړو او د افغان ولس د غوڅ ډیره کي ملي ژبې (پښتو) د لیک او لوست مخه ډب کړي.
اوس چې په افغانستان باندې داسې کسان واکمن دي چې د افغانستان د ملي ګټو په ځای د خپلو بهرنیو بادارانو د ګټو د ساتلو لپاره هلې ځلې کوي. دغه پردي پالي تل هڅه کوي چې افغان ولس او افغانستان د ایراني کلتور، مذهب او ژبې تر بشپړ اغیز لاندې راولي، چې د ایران او تاجکستان سره د پاړسي ژبې تلویزیون کې د افغانستان برخه اخیستل یې غوره بېلګه ده.
په داسې حال کې چې د ټولو تاجکو، هزارګانو او څو فیصده خرڅ شوو پښتنو شمیره د ۱۹ فیصده څخه زیات نه دی خو، بیا هم کرزی لالا چې تش په نامه پښتون دی د افغانستان د غوڅ اکثریت اوسېدونکو کلتور او ژبې ته پاملرنه نه کوي او ددې لپاره چې ایراني اخوندان او په افغانستان کې د ایران اجنټان خوشاله کړي په پاړسي ژبه د ګډ تلویزیون په جوړیدو موافقه کوي.
زما په اند د ښاغلي کرزي دغه عمل یو خاینانه عمل دی اودافغان ولس او په ځانګړې توګه د پښتنو کلتور او ژبې ته سپکاوی دی. زه د کرزي کړنه په کلکه غندم اود افغان ولس څخه هیله کوم چې په ټوله ممکنه وسایلو سره د ایران او تاجکستان سره د پاړسي ژبي تلویزیون په جوړیدلو کې د افغانستان د ګډون مخه ونیسي او افغانستان د ایران د کلتوري ،ژبني او مذهبي یرغل څخه و ژغوري.
الحاج محمد نادر سرشار
de Iran Au Tajikistan sara de Parsi zabi Talvision gadoon star khyanat dai
Haji Mohammad Nader Sarshar

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←