اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

سوات کې 10جنګيالي وژل شوي دي

په سوات کې امنيتي ځواکونودتندلاروپه سنګرونودرنه ګوله باري کړې ده چې په کې 10جنګيالي وژل شوي دي
دغه بمباري دسوات دمينګورې څخه 12کلوميتره لرې په کوزه بانډه کې تېره شپه د 12وبجوڅخه وروسته له هغې پيل شوه چې امنيتي څواکونوته په سيمه کې دجنګياليود موجودګۍ خبرورسيدلو.
بلخوا دپيښورسره نزدې دره ادم خيل کې امنيتي ځواکونو دشيراکي په سيمه کې په يوه مدرسه دهواڅخه ګولۍ ورولې دي چې لۀ امله يې 2کسان وژل شوي اؤ10نورژوبل شوي دي په ژوبلوکې دمدرسې ٤طالبان هم شامل دي
ددې ترڅنګ په باجوړ کې دامنيتي ځواکونولخواپه عملياتوکې 6ځايي طالبان وژل شوي دي ،دغه عمليات دباجوړدماموندتحصيل په کږه سيمه کې ترسره شوي دي

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←