اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

داستاد حکیم خان تڼیوال د دوهم تلین یاد غونډه جوړه شوه

د ۲۰۰۸ ع کال دسپټمبر په نهمه دسه شنبی په ورځ د ارواښاد استاد حکیم خان تڼیوال ددویم تلین په یاد دخوست د شيخ زايد پوهنتون د غونډو په تالار کې غونډه جوړه شوې وه چې ځايي چارواکيو، دپوهنتون استادانو، محصلينو قومي سپين ږيرو او د استاد تڼيوال خواخوږو پکې اخيستې وه.
استاد تڼيوال د هېواد يو پوهنیز(علمي) او کولتوری سړیتوب (شخصيت )ؤ او دوه کاله وړاندې يوه ځانمرګي بريد کوونکي په ګردېز ښار کې وواژه .
ارواښاد هغه مهال د پکتيا د والي په توګه دنده تر سره کوله .
د غونډی ويناوالو د استاد تڼيوال د ژوند پر بېلابېلو اړخونو اوږدې خبرې وکړې او د ده له کړنو يې يادونې وکړې .دوى له طالبانو له تلو وروسته، په سختو شرائطو کې په خوست کې د حکومتي واکمنۍ ټينګول او خوست ته له پېښور څخه د افغان پوهنتون راليږدول، دده نه هېرېدونکې کارنامې وبللې .
په خوست کې د شيخ زايد پوهنتون ريس ښاغلی ډاکټر ګل حسن وليزي وويل چې استاد تڼيوال په ټولو مسائلو کې پر ملي ارزښتونو عقيده لرله ، ده غوښتل چې د هېواد ټول کړکېچونه بايد د جرګې له لارې حل شي .
مشهور قومي مشر او دخوست مرستيال والي طاهرخان صبري د ده د سړیتوب (شخصيت ) په اړه وويل چې استاد تڼيوال د هېواد په کچه يو منل شوى ملي او عالم سړیتوب (شخصيت ) و.
ده وويل چې تڼيوال د هېواد د پرمختګ لپاره ډېر پلانونه لرل، خو له بده مرغه چې نيمګړي پاتې شول .صبري ژمنه وکړه چې دوى په ګډه تر پايه لاره تعقيب کړي .

de Ustad Hakim Khan Taniwal de doham tlen Yaad ghunda jora shwa
de Pakhtoonkhwa khabaryal

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←