اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

په وزيرستان کې دولس کسان شهيدان شوي دي

ميران شاه ١٢/٠٩/٢٠٠٨ SCPRD: په شمالي وزيرستان کې دامريکايي ځواکونو د بريد له لامله دولس کسان شهيدان شوي دي . د خبرونو له مخې بريد د امريکا د څارګرو چورلکو څخه تر سره شوى دى . په شهيدانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي ، ويل کېږي ،چې بريد نن سهار څلور بجې په تول خېلو سيمو کې هغه مهال ترسره شو ، چې په يو کور دوه توغندي ولګېدل او په ترڅ کې يې اته کسان شهيدان او ګڼ ټپيان شول.
ټپيان د ميران شاه روغتون ته رسول شوي . څلورو ټپيانو په لاره کې ساه ورکړه او د مړو شمېر دولسو ته ورسېد
بلخواپه امریکا کې د پاکستان سفیر حسین احمد حقانی ویلي دي پاکستان به په خپله خاوره بهرني ځواکونو ته د ترهګرو پرضد عملیات کولو اجازه ور نه کړي.
وائیس اف امریکا ریډیو سره په یوه ځانګړۍ مرکه کې ښاغلي حقانی وویل باید د ترهګرۍ پرضد جګړه کې پاکستان ، افغانستان او امریکا په ګډه همکاري وکړي.
نوموړي وویل چې پاکستان د ترهګرو پرضد خپله مبارزه تنده کړی ده او جنګیالي په هیواد کې محفوظ پاتې کیدی نه شي.
ښاغلي حقانی وینا وه پاکستان امریکا سره اوږد محاله همکاري لری.

pa shamali Waziristan ki dulas kasan shahidan shol

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←