په ۲۱ سيپتمبر د ويښ ځوانانو ملتيا وکړئ
د روان کال په تېره مياشت ( د زمري په ۳۰ مه) ويښ ځوانانو په يوه خبري ناسته کې پر ۲۱ سيپتمبر د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو او په ځينو بهرنيو هېوادونو کې د سولييز لاريون د ترسره کولو خبر ورکړ.
ويښ ځوانانو له ټولو افغان ځوانانو وغوښتل چې په دغه سولييز لاريون کې ورسره ملتيا وکړي.
۲۱ سيپتمبر په ۲۰۰۱ کال د ملګرو ملتونو له خوا په ټوله نړۍ کې د سولې د نړيوالې ورځې په نوم نومول شوې ده. دغه ورځ د اوربند او عدم تشدد د رعايت لپاره ځانګړې شوې، چې د نړۍ ټول وګړي په يو غږ د سولې په نوم مخاليفتونو او دښمنيو ته د پاى ټکى کېږدي. نو همدا ده چې په ټوله نړۍ کې ۲۱ سيپتمبر د سولې د نړيوالې ورځې په نوم د سولې راوستو په هيله په بېلا بېلو ډولونو نمانځل کېږي.
له تېرو څو لسيزو را په دې خوا افغانستان په بېلا بېلو ډولونو د جنګ په لومه کې ګېر دى او د همدې جګړې له امله د نړۍ د پرمختګ له کاروان څخه بلا وروسته پاتې او سربېره پر دى د همدې جنګونو لامل دى چې نړيوالو ته د افغانانو انځور غلط وړاندې شوى او دوى يې د ترهګر او جګړه پالو په نوم پېژندلي دي.
دا چې په دغه جګړه کې د افغانانو ملامتي څومره ده او څومره د نورو له خوا په کې ښکېل شوي دي، دا يو بېل بحث دى خو دومره ويل اړين بولم چې د دغې جګړې له امله نړيوالو افغانان په يو داسې نامه پېژندلي چې د دوى له اصلي څيرې سره سمون نه خوري، نو لومړى بايد د همدې ستونزې د حل لپاره کار وشي، د افغانانو اصلي څيره نړيوالو ته وښودل شي. له دې سره به د نړۍ د جګړه پالو او جګړه ځپلو ملتونو توپير وشي.
نو ويښ ځوانانو په همدې موخه د سولې پر نړيواله ورځ د يو ستر سولييز لاريون تابيا کړې ده او په دغه لاريون کې به په لوى افغانستان کې د سولې راوستو په هيله د دوه سترو او پر ځاى غوښتنو يادونه کوي.
لومړۍ غوښتنه
افغان وژنې ته دې د پاى ټکى کېښودل شي:
که په افغانستان کې روان جنګ له پيله تر دې دمه وڅېړو نو دې نتيجې ته به ورسېږو چې په دغه جګړه کې افغانانو څوک نه دي وژلي بلکې په بېلا بېلو لارو پخپله دوى وژل شوي دي. افغانانو بار بار له جنګ څخه د خلاصون هوډ کړى خو دا چې د پرونۍ جګړو له امله په علمي، اقتصادي او ... پلوه وروسته پاتې نو نن هم په جګړه کې ښکېل پاتې دي او همدا ده چې هماغه پرونۍ افغان وژنه نن هم روانه ده.
خو بيا هم د تېرو کلونو په پرتله د ننۍ جګړې تر څنګ دافغانانو او په ځانګړې توګه د افغان ځوانانو علمي کچه يو څه ښه شوې ده او د دې تر څنګ نړيوال هم دې خاورې ته د سولې راوستو په نوم راغلي دي. له همدې وخت څخه د ګټې اخيستنې په موخه ويښ ځوانانو اړينه بللې چې د سولې پر نړيواله ورځ خپله لومړۍ غوښتنه ((افغان وژنې ته دې د پاى ټکى کېښودل شوي)) وړاندې کړي.
دويمه غوښتنه
۲۰۱۰ کال دې د باچا خان په نوم ونومول شي:
مخکې مو يادونه وکړه چې نړيوالو ته د افغانانو غلط تصوير وړاندې شوى دى، د نړۍ ډېرى اوسېدونکي افغانان د جګړه پالو په نوم پېژني، خو افغانان جګړه پال نه بلکې جګړه ځپلي دي، دوى جنګ نه بلکې سوله غوښتونکي او سوله خوښونکي خلک دي.
موږ د خپل لوى افغانستان په تېر تاريخ کې داسې سترې سولييزې نړيوالې څېرې لرو چې ټول ژوند يې د سولې راوستو لپاره مبارزه کړې ده. همداسې سترو شخصيتونو ټول افغان ولس سولې ته رابللى. ولس يې هم ښه په ميړانه ملاتړ کړى او ځانونه يې نړۍ ته سوله پال ورپېژندلي دي، نو بايد د اوسني غلط تصوير د ړنګولو لپاره همداسې بېلګې نړيوالو ته وړاندې کړو. د لوى افغانستان د سوله پال ولس سوله راوستونکي مشران ور ورپېژنو، چې د همدو له کتاره يو ستر مشر فخر افغان خان عبدالغفار خان (باچاحان) دى.
باچاخان د تېرې سليزې په لومړيو کې د ټول انسانيت لپاره د افغان ولس يو ستر پوځ د عدم تشدد د شعار لاندې د خدايي خدمتګارانو په نوم جوړ کړى و. دغه پوځ چې شمېر يې نږدې يو لک ته رسېد، د عدم تشدد پالونکي و او هرې ستونزې ته يې د جنګ پر ځاى د سولې له لارې حل پيدا کوه. د دوى شعار و: ((هر افغان د بل افغان ورور دى او د افغان کار، د انسانيت خدمت کول دي.))
خدايي خدمتګارانو له دومره لوى شمېر سره بيا هم هېڅ ډول وسله نه درلوده او د انسانيت خدمت يې په دې موخه د ځان او سر ښندنې له لارې تر سره کوه چې افغان ولس سوله پال او سوله خوښونکى ولس دى.
باچا خان د همدې مبارزې په اوږدو کې د خپل عمر پوره ۳۶ کاله د بېلا بېلو ځورونو تر څنګ په بند کې تېر کړل، خو بيا هم د خپل افغان ولس د خدايي خدمتګارانو په مرسته او ډاډګيرنه له خپل هوډ څخه وانه وښت او تر مرګه يې د افغان ولس سوله پالنې ته دوام ورکړ.
نلسن منډيلا، مارټن لوترکنګ، ګاندي او باچاخان د تېرې پېړۍ د عدم تشدد مخکښان دي، خو د پاچا خان مبارزه په دې ټولو ځکه ارزښتناکه ده چې د د نړۍ هغه قام چې د هرې ستونزې حل يې د زور او ځواک په کارولو کې ليده، عدم تشدد، سولې او خدايي خدمت ته راوبلل.
نوموړي د همدې سوله پال ولس د روڼ راتلونکي په خاطرد ژوند په ورستيو شېبو کې وصيت وکړ چې له مرګه وروسته په خپل اصلي ټاټوبي افغانستان کې خاورو ته وسپارل شي او همداسې وشول.
نو دهمدې دليلونو پر بنسټ د لوى افغانستان ويښ ځوانانو د سولې پر نړيواله ورځ د خپل سولييز لاريون لپاره دويمه غوښتنه ((۲۰۱۰ کال دې د باچاخان په نوم ونومول شي)) ټاکلې ده.
په ۲۱ سيپتمبر د ويښ ځوانانو ملتيا وکړئ:
ويښ ځوانان همدغو سپېڅلو موخو ته د رسېدو په خاطر د هېواد هر ځوان ته اړتيا لري چې په ۲۱ سيپتمبر د سولې ستر لاريون کې ورسره برخه واخلي، تر څو وکړاى شوو د هېواد روڼ راتلونکي لپاره مو نړيوالو ته د افغانانو داسې تصوير ښودلى وي چې پرمختګ ته مو لاره هواره شي.
ويښ ځوانانو د همداسې ځوانانو د راغونډولو او روزلو تکل کړى، چې د لر و بر افغانانو د سوله ييز راتلونکي لپاره به کار کوي.
د ويښ ځوانانو ټولنه د ۲۰۰۷ په سيپتمبر کې د افغانستان عدليې وزارت سره ثبت او د افغاني ځوانانو د ويښتيا په موخه يې ټولنيزې هڅې پيل کړې.
ويښ ځوانان په دې باور دي چې د لر و بر ستونزې سره شريکې دي، نو پرې دې بنسټ چې افغان هر چېرته وي دوى يې له ټولو اسلامي او بشري حقونو څخه ننګه کوي. همدارنګه د افغان زورونې، افغان وژنې او افغان بېلونې پر وړاندې مبارزه او سرښندنه خپله دنده بولي. دوى افغانيت خپل وياړ، افغانستان خپل وجود او اسلام خپل روح ګڼي.
نو ښکاره ده چې د لوى افغانستان هر افغان دغه هيلې لري نو بايد د پوره کولو لپاره يې د ويښ ځوانانو سره ملګرتيا وکړو او يواځې يې پرې نږدو.
نو که همداسې د يو وجود د غړو په څېر په يو اواز له ملګرو ملتونو څخه د ((افغان وژنې ته دې د پاى ټکى کېښودل شي)) او ((۲۰۱۰ کال دې د باچاخان په نوم ونومول شي)) غوښتنې وکړو نو تاثير به يې زيات وي او ملګري ملتونه به مجبور شي چې په دغو غوښتنو غور وکړي.
که ملګري ملتونه دغو غوښتنو ته د هو ځواب ورکړي او ۲۰۱۰ کال د باچاخان په نوم ونومول شي نو په نړۍ کې به د عدم تشدد فلسفه يو ځل بيا را ژوندۍ شي. د افغانانو د سم انځور جوړونې بېلا بېلې هڅې به وشي، افغانان به د سولې په لور يو ستر ګام واخلي او له دې سره به په ټوله نړۍ کې د سولې راوستو يو نوى غورځنګ پيل شي.
ويښ ځوانانو سره په نړيوال سولييز لاريون کې په لاندې پتو برخه واخلى:
- کابل : [email protected]
اجمل جبارخېل
۰۷۷۷۶۵۴۳۲۱
اسرار کريمزى
۰۷۰۰۶۴۳۶۴۸
حبيب توتاخېل
۰۷۷۳۱۳۹۰۷۹
- پکتيا:
يارباز
۰۷۷۲۸۴۹۹۷۳
- خوست:
لعل الدين اريوبي
۰۷۹۹۵۶۵۴۳۱
حبيب پښتون
۰۷۰۸۲۴۳۴۳۵
- کونړ:
محمد عارف
۰۷۰۰۶۴۲۱۲۹
- ننگرهار:
شريف الله ناصري
۰۷۰۰۲۶۸۷۳۹
عظمت غرنى
۰۷۷۷۸۶۸۱۶۹
- غزني:
اشرف غيرت
۰۷۷۶۴۲۰۵۹۴
- کندهار:
غوث الدين فروتن
۰۷۰۰۳۰۳۰۵۴
- بلخ:
ذبيح الله احساس
۰۷۹۹۸۳۳۳۳۸
مجيب الرحمن لحاظ
۰۷۰۰۵۴۸۷۹۴
- کندوز:
عزت الله پامير
۰۷۹۹۳۹۵۸۵۱
گل رحيم نيازمن
۰۷۹۹۲۰۶۶۹۶
- وردگ :
امان الله ايمان:
۰۷۷۸۸۷۷۷۳۵
- مردان – پښتونخوا:
ياسر ترمذي
۰۰۹۲۳۳۳۹۸۵۱۵۸۳
[email protected]
- دير – پښتونخوا:
شفيق الله شاداب
۰۰۹۲۳۰۱۲۲۲۹۹۲۲
- هالند:
عبدالله احسان
۰۰۳۱۶۲۲۳۰۳۶۱۱
[email protected]
- جرمني:
عبدالولي
۰۰۴۹۱۷۳۲۴۳۵۳۵۰
- انگلستان:
بازمحمد ابازى
۰۰۴۴۷۵۲۵۸۲۰۸۰۶
[email protected]
نصير احمد
۰۰۴۴۱۵۰۹۲۲۷۰۸۳
[email protected]
- کاناډا:
جهانزېب خان
۰۰۱۹۰۵۲۹۶۴۶۱۲
[email protected]
- نيو يارک – امريکا:
احسان نورزى
۰۰۱۲۰۲۷۵۸۵۰۷۱
[email protected]
- ترکيه :
محمد عمر غزنوي
۰۰۹۰۵۰۵۸۲۳۴۵۴۱
[email protected]
