اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

زرداری وویل د پښتنو دصوبی نوم دی یپښتونخوا ته واړول شي

دپاکستان جمهوررئيس ښاغلی اصف علي زرداري نن په 20.09.2008 نیټه د خالی (شنبی) په ورځ دپارلمان ګډې غونډې( ولسي جرګې او مشرانو جرګې) ته پخپله لومړۍ وينا کې په حکومت غږ وکړو چې قانون دې بدل شي او د سرحد ايالت نوم دې پښتونخواPakhtunkhwa ته واړول شي .
دا لومړۍ ځل دی چې د پاکستان جمهوررئیس د پښتونخوا د نوم کېښودو وړاندیز کړی دی.
پښتون ملت پاله ګوندونه د پخوا راهسې غوښتنه کوی چې د صوبه سرحد نوم دی پښتونخواPakhtoonkhwa شي.
د عوامي نیشنل پارټۍ ANP مشر ښاغلی اسفندیار ولی خان د جمهوررئیس زرداري وړاندیز وستايه د خوشحالی څرګندونه یی وکړه او ويې ويل چې پخوانۍ غوښتنه يې بالاخر ومنل شوه .
عوامي نیشنل ګوندANP په ځانګړۍ توګه او دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ PkMAPپه عمومي توګه " پښتونخوا "Pashtoonkhwa نوم د کلونو راهسې د سیاست په میدان غواړی.
دواړو ګوندونو څو ځله د کالاباغ ډیم د نه جوړیدو او صوبی نوم پښتونخوا کېښودو لپاره د پاکستان د غټو سیاسي ګوندونو سره ائتلافونه کړي دي خو اکثره ناکامه شوي دي.
دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPashtoons Social Democratic Party PSDP د ښاغلی زرداری ددی وړاندیز او پریکړی پوره قدردانی او ستاینه کوی
de Pakhtano de sobi nom di Pakhtoonkhwa ta warawal shi
President Asif Ali Zardari

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←