اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

په ملاکنډ کې دشرعي نظام پځايې کولو ته غوڅ شکل ورکړل شو

28.09.2008:دپښتونخواحکومت په ملاکنډ ډويژن کې دشرعي نظام عدل ۲۰۰۸ء پځايې کولو ته غوڅ شکل ورکړى دى اؤ دا به دوړانديزونو په شکل کې په راتلونکيو دوؤ دريوؤ ورځو کې جمهوررئيس ته ليږلى شي.
په دې لړ کې په۲۷/۹/۲۰۰۸ نیټه د پښتونخواوزيراعلي امير حيدر خان هوتي پریس کانفرنس ته دوينا په وخت وويل شرعي نظام عدل ريګوليشن ۲۰۰۸ء په اصل کې شرعي نظام عدل ريګوليشن ۱۹۹۹ء کې داصلاحاتو کولو له لارې ترتيب کړل شوى دى اؤ هڅه به وکړل شي چې اولس ته عاجل انصاف ورکړل شي.
هغۀ هيله څرګنده کړه چې په دې لړ کې ورکړل شوي وړانديزونه به په دوؤ مياشتو کې دجمهوررئيس څخه منظور کړل شي اؤ په دسمبر۲۰۰۸ء کې به دملاکنډ ډويژن په ټولو سيمو کې عملاً شرعي نظام نافذ کړل شي.
وزيراعلي وويل دمتحده مجلس عمل دتير حکومت په دور کې منظور کړل شوى شريعت بل به هم ددغه قوانينو برخه وي.
وزيراعلي وويل دضلعې دقاضيانو لپاره دشپږو اؤ دسيمه ييزو قاضيانو لپاره د ۹۴ څوکيو منظوري هم ورکړل شوې ده اؤ دهغوي سره به ۵۰۰ نور پرسونل هم اخستل کيږي.
امير حيدر خان هوتي وويل په راتلونکيو ۳۵ؤ ورځو کې به په دغه څوکيو خلک اخستلى شي.
بايد وويل شي چې په ملاکنډ کې دشرعي نظام عدل ريګوليشن پځايې کيدو باوجود مجرمانو ته به سزاګانې دشرعي قانون دلاندې نۀ بلکې دانګريزي قانون ترمخه کيږي چې په دې دتحريک نفاذ شريعت محمدي مشر مولانا صوفي محمد اؤ دسوات دطالبانو مشر مولانا فضل الله سخت ټکونه کړي دي اؤ ويلي يې دي حکومت په سوات کې شريعت نۀ نافذوي بلکې په شريعت پسې خندا کوي

Shariat Regulation in Malakand Division
Nifaz-e-Adal Shariat Regulation´s amendment draft

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←