اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

د ټوپک په زور خبرې نه کوؤ

08.10.2008:په پیښور کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته په خپله وینا کې د عوامي نیشنل ګوندANP مشر اسفندیار ولي خان وویل چی د ټوپک په زور خبرې نه کوؤ او هغو تند لارو سره خبرو ته تیاریو چې وسلې غورځوي.
ده وویل چی د ټوپک په زور یې څوک خبرو یا سولې باندې مجبور لې نه شي او په کار ده چی په سیمه کې د سولې لپاره هغه وړاندیزونه عملي شي چې په کابل کې د پاکستان او افغانستا تر منځ په لویه جرګه کې وړاندې کړل شوي وؤ
نوموړي په سیاسي او مذهبي ډلو غږ وکړو چې یا خو دې د سولې لپاره ودریږي او یا دې بیا د ترهګرو سره په صف کې ودریږي.

بلخوا جمهور رئیس کرزي تیره اونۍ د کوچني اختر په لومړۍ ورځ وویل چې د سعودي له پاچا سره د تیرو دوو کلونو راهیسې په تماس کې دی او له هغه نه یې غوښتي چې د طالبانو سره د دوی د حکومت د خبرو منځګړیتوب وکړي.

همدا راز د ماليې پخوانۍ وزير ښاغلي اشرف غنی احمدزي د امنيت په ټينګښت او له ترهګرۍ سره مبارزه کې د افغان حکومت هڅې ناکامې وبللې.
دى وايي افغانستان په تېرو څو کلونو کې ونشو کړى له هغو امکاناتو ګټه پورته کړي چې نړيوالې ټولنې ورته چمتو کړي و .
هغه وويل که سياسي جوړجاړى په افغانستان کې راشي حاضر دى چې د بل کال په ټاکنو ونډه واخلي ، خو دې ته چمتو نه دى چې د ښاغلي کرزي تر مشرۍ لاندې حکومت کې رول ولوبوي

de topak pa zoor khabary na kawoo
Asfandyar Wali Khan President Awami Nationla Party

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←