اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

امنيتي ځواکونو کواټ کی 38 ازبک جنګيالي نيولي دي

16.10.2008 تاند :امنيتي ځواکونو کواټ ته څيرمه 38 ازبک جنګيالي نيولي دي. د ائ ايس پي ار له مخې دا ازبک له دره ادم خيل څخه د کواټ په لور راروان ؤچې له تونل سره نژدې ونيول شول. دا جنګيالي کراچۍ ته تلل چې د تلاشۍ په وخت ونيول شول.نيول شوي ازبک د پلټنو لپاره نامعلوم ځای ته انتقال کړای شوي دي.
دا لومړی ځل دی چې دپاکستان امنیتي ځواکونه په یوواردومره شمېربهرني سخت دریځي نیسي .
په پاکستان کې د دومره زیات شمېربهرنیوترهګرونیونه د دې ښکارندويي کوي چې بهرنیوترهګروپه دغه هیواد کې څومره ریښې ځغلولي دي .
د 2001 کال په پای کې په افغانستان کې د طالبانود رژیم له پرزېدو وروسته په تېرو شپږو – اوو کلونو کې دالقاعده شبکې ټول مهم مشران په پاکستان کې نیول شوي دي .
د پاکستاني ځواکونو له لوري د (اته دېرشو) ازبک جګړه مارو نیونه کېدای شي د افراطیت په وړاندې دپاکستان د نوي حکومت د جدیت نښه وي .

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←