د((سمسور)) انټرنېټپاڼې څلورمه کليزه دې ټولوته مبارک وي
په پښتو مينو ښاغليو گلرحمان حبيبي صاحب ، گرانو سمسور حبيبي او مړوند حبيبي . له هرڅه ړومبى زما نيکې هيلې او سلامونه ومنئ . د (( سمسور )) ښکلې او په زړه پورې انټرنېټپاڼې د پرليکه کېدو د څلورمې کليزې په مناسبت تاسو ، ټولو ليکوالو ، لوستونکو او فرهنگپالو افغانانو ته د زړه له تله مبارکي وايم .
ډېر د وياړ او خوشالۍ ځاى دى چې (( سمسور )) هم د نورو هېوادپالو او په زړه پورې افغان انټرنېټپاڼو لکه (( ټول افغان )) ، (( روهي )) ، (( تل افغان )) ، (( دعوت )) ، (( افغان ادبي بهير )) ، (( لر او بر افغانستان )) ،(( بېنوا )) ، (( ستوري )) ، (( غورځنگ )) ، (( اتل افغان )) ، (( هېواد )) ، (( پوهندوست )) (( د ساپي د پښتو څېړنو مرکز )) او نورو لسهاوو پاڼو په څېر خپل هېوادني فرهنگ ته د چوپړ سپېڅلې لاره خپله کړې او په دې لاره کې يې هر ډول زيار ، هاند او هڅې ته کلکه ملا تړلې ده . پښتني کولتور او ژبې ته ستاسو نه ستړې کېدونکې هلې ځلې د ډېرې ستاينې او قدر وړ دي . زه تاسو ټولو ته په دې سپېڅلي خدمت کې برياوې او لاپرمختگ غواړم . لوى څښتن تعالى دې ستاسو ټولو په مټو برکت کړي . په درناوي
محمد طاهر کاڼى
۲۰۰۸ - ۱۱ - ۴
