اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

د ایران اټومي وسلې نه منو

08.11.2008: دخبری رسنیو او وی او ای د خبرونو له مخی امریکا نوي منتخب شوې جمهوررئیس براک اوباما د ټاکل کیدو وروسته خپل لومړی مطبوعاتی کانفرنس ته ویلي د امریکا اقتصادي واضعې ښه کولو لپاره یې ملگري صلاح مشورې کوي.
ښاغلی اوباما زیاته کړه څنگه چې د راتلونکې جنورۍ په شلمه نېټه واک تر لاسه کړي نو د اقتصادي کړکېچ ختمولو لپاره به سم لاسي گامونه اخلي.
هغه وویل په ملیو کې د کمې پلان به یې منځنۍ طبقې امریکایانو ته گټه ورکړي. ښاغلي اوباما د اقتصاد ښه کولو خپل پلان په واضحه توگه څرگند نه کړو خو زیاته یې کړه چې د اقتصاد پدې وضعې ښه کولو لپاره د مخکې نه اعلان شوي مالي امداد په کانگرس کې د دواړو گوندونو همکارۍ ته اړتیا لري.
اعلان شوې امدادي پلان ٧٠٠ ملیارده ډالر دی خو وایي چې یو بل امدادي پېکج ته هم اړتیا ده.
د یو بل سوال په ځواب کې ښاغلي اوباما وویل چې د ایران جمهوررئیس احمدي نژاد لخوا ورته د مبارکې خط رسیدلی دی او ځواب به یې د جاج اخستلو وروسته ورکوي.
نوموړي زیاته کړه امریکا د ایران اټومي وسلې په هېڅ صورت نه مني.
په مطبوعاتي کانفرنس کې نه خو براک اوباما او نه هم خبریالانو د ترهگرۍ پرضد جگړې یا افغانستان یا عراق په اړه خبره وکړه.
د مطبوعاتي کانفرنس نه وړاندې امریکایي خبري ادارو اټکل کولو چې کیدې شي نوی منتخب شوې جمهوررئیس به د عراق او افغانستان جگړو ترڅنگ په پاکستان هم خبرې وکړي.
د یوې بلې پوښتنې په ځواب هغه زیاته کړه د کابېنې په ټاکلو کې به د بیړې نه کار نه اخلي او دیې ومنل چې د استخباراتي ادارو لخوا یې رپوټونه اوریدل پېل کړی دي.
په لومړي مطبوعاتي کانفرنس کې ښاغلي اوباما ټولې پوښتنې د خپلې خوښې خبریالانو نه اخستې دي.
ښاغلي اوباما د امریکا جمهوررئیس بوش لخوا سپېنې ماڼی د بلنې نه مننه وکړه. نوموړي دا مطبوعاتي کانفرنس شکاگو ښار کې کړی دی.
د کانفرنس په وخت د ښاغلي اوباما نوې ټاکل شوې مرستیال جمهورئیس جوبائیډن او نور ملگري هم موجود وؤ.
د ښاغلي اوباما د لومړی خبري کانفرنس نور حال تاسو د اشفاق مومند په رپوټ کې اوریدې شۍ.

بلخوا د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیره زیپي لیوني وایی چی د ایران سره به هر راز خبري کول د کمزورۍ نښه وی.
هغې نن د پنجشنبې په ورځ د اسرائیلو په رادیو کی وینا وکړه او د امریکا انتخاب شوي جمهور رئیس ته یې د خپل حکومت لومړنی رسمي یاد داشت واستاوه.
ښاغلي اوباما د انتخاباتي مبارزې په دوران کی ویلي و چی دی غواړی د ایراني مشرانو سره خبرو ته کښیني.
لیوني چی د بل کال په سر کی به په انتخاباتو کی د کدیمه د گوند مشري په غاړه واخلی وایی چی په داسی وخت کی خبري کول به چی نړۍ په ایران باندی د بندیزونو لگولو نه لاس اخیستی ستونزي را پیدا کړی.
د امریکا اوسني حکومت په ایران باندی د نورو بندیزونو لگولو پیشنهاد کړی، مگر د روسیې او نورو له خوا یې دا پیشنهاد رد سوی دی.
لیوني وویل چی دا باور لری چی ښاغلی اوباما نه غواړی چی ذروي وسلې لرونکی ایران دی ومنی.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←