دنثار مظلوم په مړينه د قامي ليکوال ملګري اواکادمي ادبياتِ پاکستان غمرازي
د نوموړي ليکوال نثار مظلوم په مړينه د قامي ليکوال ملګري ﴿قلم﴾ اسلام آباد غمرازي
اسلام اباد 12 دسمبر (ای پي پي) د پښتو ژبې ادبي تنظيم قامي ليکوال ملګري ﴿قلم﴾ اسلام آباد د نوميالي شاعر٬ اديب٬ دانشور او کالم نګار نثار مظلوم په وفات د ډېر غم دړد څرګندونه کړې ده او دده د بخښنې د پاره ئې دعا کړېده۔ ښاغلی نثار مظلوم رېډيو پاکستان پېښور کښې د پروډيوسر په حېث ډېر نوم ګټلی ؤ خو وروستو د خپل ځانګړي فکر او سياسي نظريو په بنا د احتجاج په توګه د رېډيو پاکستان څخه مستعفي شوی ؤ۔ دده پلار ښاغلی عبدالکريم مظلوم هم د رېډيو پاکستان پېښور په اولنو فنکارانو او ليکوالو کښې شامل ؤ۔ د پښتو مشهور ډرامه ليکونکی ؤ۔ ښاغلي نثار مظلوم په سياسي او ادبي ډګرونو د ژوند تر آخري ورځو شپو پورې قامي خدمت ته ملا تړلې وه۔ د پېښور ورځپاڼې ٫٫آج٬٬ د پاره به ئې کالمونه هم ليکل۔ مياشتنۍ ٫٫ليکوال٬٬ کښې هم د دوي مقالې او مضمونونه هم وخت په وخت شائع شوېدي۔ د قام پرستۍ په حواله دی د سياسي لارښود محمد افضل خان لالا کلک ملګری ؤ۔ ښاغلي م ر شفق٬ فېض ګدون٬ مختار اپريدي٬ نذير الحق کريم او د قلم ادبي تنظيم ټولو ملګرو د ارواښاد نثار مظلوم غمژنې کورنۍ سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې ده۔ قلم اسلام آباد د نوموړي ژورنالېست عبدالقيوم صافي د خور بي بي په مړينه هم غمرازي کړې ده۔
د نوميالي شاعر٬ اديب او کالم نګار نثار مظلوم په وفات اکادمي ادبياتِ پاکستان د غمرازۍ دستوره وکړه
پېښور 12 دسمبر (ای پي پي) ادکامي ادبياتِ پاکستان پېښور څانګې د غمرازۍ يوې دستوره کښې د نوميالي دانشور٬ شاعر٬ اديب٬ کالم نګار او سياسي لارښود نثار مظلوم په مړينه د ډېر غم دړد څرګندونه کړېده او د ارواښاد روح ته د ثواب رسولو د پاره ئې دعا کړې ده۔ د غمرازۍ دستوره کښې د نثار مظلوم خدماتو ته شاندارې پېرزوئنې وړاندې کړېشوې او د خدائۍ بخښلي غمژنې کورنۍ سره ئې خواخوږي ښکاره کړه۔ د اکادمۍ صوبائي ډائرېکټر پروفېسر ډاکټر محمد اعظم اعظم د غمرازۍ د دستورې صدارت وکړو۔
PESHAWAR, F.P. Report: Chairman Pakhtun Democratic Council Zar Ali Khan Musazai and General Secretary Ameer Khan have expressed deep sorrow and grief over the sad demise of the well-known Pakhtoon nationalist Politician, intellectual and writer Nisar Mazloom. They in a joint condolence message said that Nisar Mazloom was a real son of the Pakhtoon soil who had devoted himself to serve his nation with sincerity and commitment. They said Mazloon wished to see Pakhtoon unity in his life which he considered as the only solution to the lingering problems of this nation. Legends like Nisar Mazloom are born once in centuries and his death has created a vacuum which could not be filled in near future, they added. They prayed to Almighty Allah to rest the departed soul with peace and give courage to his son, friends and family to bear this loss with fortitude and steadfastness.
