د ليکوالو او ژباړونکو د پام وړ
« د افغانستان شمالي پوله ، روسي او برتانوي امپراتورۍ » د هغو ۱۵۹ مهمو تاريخي لاسوندونو ټولګه ده چې
د روان زېږدي کال په دوبي کې مې د دوو مياشتو له پرله پسې پلټنو نه وروسته په يوه روسي ويبپاڼه کې

align=left] وموندل . دغه لاسوندونه د افغانستان د شمالي پولې د ټاکلو او تېرولو په اړه د امير شېرعليخان او امير عبدالرحمان خان د واکمنۍ ( له ۱۸۷۲ – ۱۸۸۵ ز کلونو ) پر مهال د روسي او برتانوي امپراتوريو د بهرنيو چارو وزارتونو او سفارتونو ترمنځ تبادله شوي يادښتونه ، مکتوبونه او ليکونه دي . په دغو لاسوندونو کې هر لوري هڅه کړې چې د افغانستان شمالي پوله داسې تېره او وټاکل شي چې د دوى په خوښه وي . د بدخشان ولايت ، شغنان ، روشن او واخان په تړاو روسان په دې ټينګار کوي چې دا يوه خپلواکه سيمه ده او په امير شېرعليخان پورې اړه نه لري ، خو انګرېزان بيا په دې ټينګار کوي چې دغه ولايت د افغانستان د خاورې يوه نه بېلېدونکې برخه ده . په پايله کې روسان پرې راضي کيږي او ورسره مني يې .
همدار راز په ۱۸۸۵ ز کال کې د پنجدې پر سر د افغانانو او روسانو ترمنځ جګړې په اړه پکې څرګندونې راغلې دي . د افغانستان د شمالي پولې او سرحدي کرښې د تېرولو او ټاکنې لپاره د روسانو او انګرېزانو د ګډ کميسيون په اړه او په دغه کميسيون کې افغان استازي ته د شاملېدو اجازه نه ورکولو په اړه پکې بيان شوى دى . په پاى کې د افغانستان ددغې پولې ، چې له خواجه صالح نه تر ذوالفقاره غځېدلې ، د ټاکنې په اړه د دواړو امپراتوريو ترمنځ يو پروتوکول لاسليک شوى دى .
دغه لاسوندونه ، چې ما يې نوم د تېرو پينځو ، يا شپږو کلونو په اوږدو کې د ځينو روسي ختيځ پوهانو او تاريخ پوهانو د اثارو په اخځليکونو کې (( د افغاني سرحد ټاکل )) په نامه لوستى وو ، ماته داسې وبرېښېده چې په روسيه کې تر اوسه پورې د کوم کتاب په بڼه نه دي چاپ شوي او داسې ښکاري چې له کوم تاريخي کتابتون او يا هم ارشيف نه راايستل شوي او په سايټ کې پرليکه شوي دي . ددغو لاسوندونو له کتنې نه وروسته زه په دې اند شوم چې پښتو ژبې ته د هغوى راژباړل به اړين وي او هم به زموږ د تاريخ لپاره ځانګړى ارزښت ولري ، ځکه خو يې ما هم په دې وروستيو کې په ژباړه پيل وکړ . په دې برخه کې زه زموږ د هېواد د پياوړي او نامتو ليکوال ، څېړونکي او تاريخپوه پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ صاحب نه ډېره ډېره مننه کوم چې له ما نه يې خپلې ارزښتناکې سلا مشورې .
همدا راز مې د (( هند ته د فرانسي او روسي پوځونو د لښکرکشۍ پلان )) په نامه يوبل کتاب لپاره هم ځينې توکي راټول کړي دي . په دغو توکو کې د نولسمې پېړۍ په سر کې د فرانسې له امپراتور ناپليون بوناپارت سره د روسي امپراتور لومړي پاول د هغه ګډ پلان په اړه بيان شوى چې غوښتل يې د افغانستان د هرات او کندهار له لارې هند ته لښکرکشي وکړي او له دغه هېواد نه انګرېزان وشړي ، خو لکه څنګه چې د ۱۸۰۱ ز کال په مارچ کې د روسيې امپراتور لومړى پاول ومړ نو د لښکرکشۍ دغه پلان هم پلى نشو .
هند ته د روسانو د دويمې لښکرکشۍ په اړه مې هم ځينې توکي راټول کړي دي . د نولسمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې پتېيل شوې وه چې روسى پوځ د روسيې د امپراتور دويم الکساندر او افغان واکمن امير شېرعليخان د واکمنيو پر مهال د افغانستان له لارې هند ته لښکر کشي وکړي ، چې البته پر نورو موخو سربېره ددغې لښکرکشۍ لويه موخه هم له انګرېزانو سره سيالي او له هندوستان نه د هغوى شړل وو . خو لکه څنګه چې روسي او برتانوي امپراتوريو په برلين کې د يوې غونډې په ترڅ کې د اروپا ځينې سيمې او هېوادونه پخپل منځ کې سره وويشل او سوله يې وکړه نو له دې لامله روسانو هم هند ته له دغې لښکرکشۍ نه لاس واخيست . دا هم (( هند ته د فرانسي او روسي پوځونو د لښکرکشۍ پلان )) د کتاب يوه برخه ده چې په ما پرې څه ناڅه کار کړى او په راتلونکي کې به يې کار په بشپړ ډول پاى ته رسوم .
درېيم کتاب چې ما يې د ليکنې لپاره نږدې په سلو کې اويا برخې توکي راټول کړي ، هغه (( عبدالاحد مومند ، لومړنى افغان کيهانورد )) نوميږي . زما په اند کيهان ته د لومړني افغان کيهانورد او څېړونکي الوتنه زموږ د ډېر وروسته پاتې هېواد لپاره يوه ډېره په زړه پورې او کمپېښه ( نايابه ) پېښه وه او ده چې زموږ د هېواد په تاريخ کې به تل ژوندۍ وي . پتېيلې مې ده چې په دې کتاب کې د افغانستان او شوروي اتحاد د اتل ښاغلي عبدالاحد مومند ( چې له کيهاني الوتنې نه وروسته ورته په ۱۹۸۸ ز کال کې دغه اتلولي ورکړ شوه ) د ژوندليک ، زده کړو ، دندې ، کيهان ته ددوى د الوتنې په اړه مالومات ، همدا راز له دوى سره د يوې مرکې د بهير توکي راټول کړم او په پاى کې يې د انځورونو برخه هم د شونتيا تر بريده شتمنه کړم .
ما دلته ددغو اثارو ، چې اوسمهال زما تر لاس لاندې او کار پرې کوم ، په اړه ددې لپاره يادونه وکړه چې زموږ نور درانه ليکوال او ژباړونکي خبر وي او داسې نه چې په يو اثر باندې هممهال زما ترلاس لاندې او کار پرې کوم ، په اړه ددې لپاره
يادونه وکړه چې زموږ نور درانه ليکوال اوژباړونکي خبر وي او داسې نه چې په يو اثرباندې هممهال دوه يا درې ځايه کار ترسره شي او ياهم وژباړل شي . څښتن تعالى دې زما غوندې بختور خلک ، چې د خپل هېوادني کولتور د چوپړوياړ يې پرې لورولى وي ، نور هم ډېر کړي چې وکولاى شو خپله لرغونې ، خوږه او تاريخي پښتوژبه له ګاونډيو او نورو نړيوالو ژبو سره دسيالۍ جوګه کړو .ژوندى دې وي زموږ ګران هېوادافغانستان، تل دې وي سوله.
محمد طاهرکاڼى، روسيه – ولګينسکيد ۲۰۰۸ ز کال د ډسمبر ۲۰
