اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

مينه چاپ او په ليکه شوه

د پښتونخوا له زړۀ پېښور څخه په پښتو او اردو ژبو خپرېدونکې مينه مجلې اتمه او نهمه پرله پسې ګڼه چاپ او په ليکه شوه. مينه مجله چې مشر مدير يې انور شاهين خانخېل، د پښتو برخې مدير يې ايم اېس شيراز او د اردو برخې مدير يې سيد محمد عظيم سبزواري دے له يوې مودې راهسې د پښتو او اردو مينه والو لپاره ډول ډول نثري او نظمي ليکنې خپروي په دې ګڼه هم د قلم د خاوندانو يو لړ ليکنې خپرې شوي دي چې له ګرانو مينه والو په خاصه توګه د قلم له خاوندانو څخه غواړو چې د مجلې د لا زياتې ښکلا لپاره خپل د هر ډول وړانديزونه ، انتقادونه او خپلې ډول ډول نثري او نظمي ليکنې مونږ ته راوليږي چې مونږ يې په ډېرې مينې سره په مينه مجله کښې خپرې کړو. ستاسو ليکونو ته سترګې په لاره:
د مينې مجلې اداره

د تماس لپاره
پته: دفتر مياشتنۍ (( مينه )) معرفت اهلبېت پښتو اکېډيمي حبيب مارکيټ شعبه بازار پېښور ښار (پښتونخوا)
پښتو برېښناليک:[email protected]
پښتو وېبپاڼه: http://meenapukhto.blogfa.com
ټېلفون:7114546 ګرځنده:3459047584

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←