اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

په کوټه کې د امن ستره مشاعره جوړه شوه

01.01.2009 ،کوټه: د ادبی غورځنګ کوټه لخوا په28.12.2008 نیټه د کوټی په ښار کې دامن په نوم يوه پرتمینه مشاعره جوړه شوه، چی د پښتونخوا او بلوچستان ايالتونو سر بیره د کابل ، زابل ، او کندهار ولايتونو ګڼ شمېر ليکوالانو، شاعرانو، پوهانو،ادیبانو،دولتي چارواکيو او سياسي مشرانو هم ګډون کړی ؤ.
مشاعره د ماسپښين په درېو بجو د ښاغلی محمد صادق ژړک په کوربه توب او دسيد خير محمد عارف په مشرئ پيل شوه چی په پیل کې د ګډونوالو له خوا د هېواد په ټولو پښتني سيمو کې د سولې د ټينګښت په پيلامه د سولې د سمبول په توګه يو شمېر سپينې کوترې په هوا والوځول شوې .
ګڼ شمیر ادیبانو خپلی مقالی او شعرونه واورول پدی لړ کی سيد خير محمد عارف وويل چې که ددغه ډول مشاعرو لړۍ په نورو سيمو کې هم دوام پيدا کړي، نو لرې نه ده، چې افغاني او پښتنې مېندې به نور په خپلو وژل شويو او ټپي شويو اولادونو پسې اوښکې نه تويوي .

سعيد زابلي په خپلو خبرو کې وويل چې ليکوالان او شاعران د قام سترګې بلل کېږي . شاعران هغه څوک دي ، چې تر نورو عامو وګړيو يو حس زيات لري او د راتلونکي په اړه ښه اټکل کولى شي . نن چې زموږ ليکوالانو په يو غږ د سولې چېغې اوچتې کړې، نو باور لرم ، چې په هېواد کې به يې ډېر ژر سوله راشي .
د مشاعرې په پاى کې د مشاعرې ګډونوالو په يو پرېکړه ليک کې له نړيوالې ټولنې او په روانو جګړو کې له ښکېلو ډلو څخه په کلکه وغوښتل چې نور دي نو چې په هره توګه وي په نړۍ او په خاصه توګه د پښتنو په سيمو کې انسان وژنې او تپل شويو جګړو ته د پاى ټکى کښېږدي .
غونډه د شپې په لس نيمو بجو پاى ته ورسېده.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←