اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

فضل قادر انډيوال وسله والو غلو ولوټلو.

شنبه (خالي) ١٤/٠٢/٢٠٠٩
پېښور: په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د پښتنو نوښتگر ليکوال او خبريال ښاغلي فضل قادر انډيوال تېره شپه يولس بجې، چې له خپل کار ځاى څخه کور ته نژدې وسلوالو غلو ولوټلو .
د يادونې وړ ده، چې وسله والو غلو له نوموړي د جب موبايل او څه ناڅه دوه زره کلدارې ولوټلې .
فضل قادر انډيوال ((د ساپي مرکز)) خبري ځانگې (SCPRD.COM /NEWS) ته زياته کړې، چې د خپل کور په دېرش مترۍ کې لوټل شوى يم، خو د غلو مخونه پټ ول ومې نه پېژندل .
انډيوال له سهار څخه تر مازيگره په ايس سي پي آر ډي کې د خبرونو د جوړونې دنده په غاړه لري او له مازيگر څخه وروسته د ماسختن تر يوولسو پورې د پښتو د نوې ورځپاڼې (پښتون پوسټ) په اداره کې د خبرونو د څانگې مشري تر سره کوي .

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←