د خواخوږي ادبي او کلتوري ټولنې خواشينۍ پيغام
په خورا خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چي د هېواد سابقه لرونکي، د پوليسو او حقوقو اکاډيميک شخصيت پاسوال پوهاند الحاج ګل محمد اندړ د فاني نړي څخه سترګي پټي کړي.
انا لله و انا اليه راجعون
ارواښاد پوهاند اندړ د مصر د عربي جمهوريت څخه د پوليسو ماستري اخيستي، دېرش کاله په جنايي، حقوقي، امني او اداري چارو کې د هېواد د کورنيو چارو د وزارت په بيلو بيلو لوړو بستونو کې په خورا ايمانداري، صداقت او اسلامي جذبي سره چاري تر سره کړي او هم ېي د يو تجربه لرونکى او زړه سواند استاذ په توګه د پوليسو د اکاډيمي د محصليونو په روزنه کې برخه اخيستي وه.
ارواښاد د ملګرو ملتونو لخوا د مخدره موادو د قاچاق، ترافيک او د جنايي جرمونو پر خلاف نړيوالو کنفرانسونو کې د افغانستان د هيئت مشري ترسره کړي وه.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه هيئت او ټول غړي د ده مړينه يوه لويه مسلکي ضايعه ګڼي او خپل د خواخوږي مراتب د دوي درنـــي کــورنۍ، علمي او اکاډيميک مرکزونو او ټــــول ولس ته وړاندي کوي او ارواښاد ته جنت الفردوس غوښتونکي دي.
روح دي ښاد وي
په درنښت،
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر
الحاج غرزي خواخوږی
نيټه: ١١-١-١٣٨٨
٣١-٣-٢٠٠٩
