اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

ارواښاد شمس الهدا شمس په نوم یو کتابتون پرانیستل شو

د2009ع کال د اپریل د میاشتی په11 مه نیټه د شنبې په ورڅ د کنړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د هیواد د سیاسي او فرهنګي شخصیت او د افغان ملت ګوند د پخوانی مشرارواښاد شمس الهدا شمس په نوم یو کتابتون پرانیستل شو ـ په دې مناسبت په همدغه ولسوالۍ کې یوه غونډه جوړه شوه چه د اطلاعاتو او کولتوروزارت معین ښاغلي غلام نبی فراهي، د اطلاعاتو او کولتور وزارت سلاکار ښاغلي نجیب الله منلۍ ، د کنړ والی ښاغلي سید فضل الله واحدي، د اطلاعاتو او کولتور وزارت د پلان او بهرنیو اړیکو رئیس ښاغلي زردشت شمس د افغانستان د سوداګریز اطاقونو معاون ښاغلي الکوزي، د افغان ملت ملي مترقي ګوند لوۍ منشي ښاغلي وصلي خان ملاخیل ،دکنړ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ښاغلې حکیمزي او ګڼ شمير نورو فرهنګیانو او قومي مشرانو او د د افغان ملت ملي مترقي ګوند مشرانو ګډون وکړـ ویناوالو د رواښاد شمس الهدا شمس په ژوند، مبارزی او د سیاسی او فرهنګی هڅو یادونه وکړه او د ملی احساس او مفکوری د ژوندی ساتلو په لار کې د ارواښاد نه ستړی کیدونکې هلی ځلی وستایلی ـ د کنړ والی ښاغلي سید فضل الله واحدي د شمس کتابتون سره د پنځوسو زرو افغانيو مالی کمک اعلان هم وکړوـ د یادونې وړ ده چه نوموړی کتابتون د نورګل ولسوالی د یو شمیر فرهنګیانو په زیار او شخصی لګښت جوړ شوی ـ

ارواښاد شمس الهدا شمس په نوم یو کتابتون پرانیستل شوارواښاد شمس الهدا شمس په نوم یو کتابتون پرانیستل شو

اطلاعاتو او کولتور وزارت سلاکار ښاغلې نجیب الله منلۍ

ارواښاد شمس الهدا شمس په نوم یو کتابتون پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کولتور وزارت د پلان او بهرنیو اړیکو رئیس زردشت شمس

ارواښاد شمس الهدا شمس په نوم یو کتابتون پرانیستل شو

اطلاعاتو او کولتور وزارت معین ښاغلې غلام نبی فراهي

ارواښاد شمس الهدا شمس په نوم یو کتابتون پرانیستل شو

کنړ والی ښاغلې سید فضل الله واحدي

ارواښاد شمس الهدا شمس په نوم یو کتابتون پرانیستل شوارواښاد شمس الهدا شمس په نوم یو کتابتون پرانیستل شوارواښاد شمس الهدا شمس په نوم یو کتابتون پرانیستل شو

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←