د ډاکټر کبير ستوري وېب پاڼه بيا پر ليکه شوه
لر او بر۱۴/۴/۲۰۰۹: له څه ځنډ وروسته يو ځل بيا د خوست وېب پاڼې د چلوونکي ښاغلي رحيم خان خوستي په زيار د ارواښاد ډاکټر کبير ستوري ټولنيزه ، ادبي ، هنري ، او معلوماتي وېب پاڼه پر ليکه شوه .
تر دې وړاندې ياده شوې وېب پاڼه د ښاغلي خوستي په زيار په دوه زره اووم زېږديز کال چمتو شوې وه چې وروسته د يو لړ تخنيکي ستونزو له امله د انټرنيټ له ليکې وتلې وه . خو د ګڼ شمېر ، پښتونو ليکوالانو ، اديبانو او مينه والو په پرلپسې غوښتنو دا دې بیرته پر ليکه شوه .
مينه وال کولاى شي چې دغې وېب پاڼې ته په لاندې درک ځانونه ورسوي .

