له ټولو رسنیو څخه غوښتنه
دکندهار خبريالان له هغو ټولوراډيوګانواو ټلويزونونو څخه چې په افغانستان کې يا دافغانستان لپاره خپرونې لري په ډېر درنښت غوښتنه کوي چې دشهيدعبدالصمد روحاني دشهادت دلومړي تلين دلمانځلو په موخه درواني جون مياشتي د(۸) اتمي نېټې په شپه چې سباته ددوشنبې ورځ کيږي ديوې دقيقې لپاره خپلې خپرونې داحتجاج په ډول ودروي .

ديوې دقيقې لپاره دخپرونودځنډېدووخت دافغانستان په ساعت دشپې پوره (۸)اته بجې په پام کي نيول شوى دى .
همدارازدکندهار خبريالان له ټولوافغاني ويپاڼو،اونيزواو ورځپاڼوڅخه هم په درنښت هيله کوي چې دشهيدعبدالصمد روحاني دوژنکوپه خلاف او دشهيد روحاني اوافغان خبريالانو سره دخواخوږي په مرسته دخپلو خپرونولومړي مخونه داحتجاج په ډول تورکړي يا پرې دشهيد روحاني انځورونه چاپ کړي .
درسنيوله لوري دا احتجاج به دشهيد روحاني دقاتلينوپه موندلو او په اوسنيو حالاتوکي افغان خبريالانو ته دورپيښو ستونزو اوګواښونوپه مخ نيوي کې مهم رول و لوبوي .
په درنښت
دکندهاردخبريالانوله خوا
د شهيد عبدالصمد روحاني د تلين ورځ ۱۸مه نه ۱۹مه د غبر ګولي ده
خبرسوو چي په هيواد دننه او دباندي ګڼ شمير ژورنالستان او د ارواښاد روحاني په درد درديدلي افغانان وروڼه غواړي چي د خداى بخښلي لومړى تلين و لمانځي په دې لړ کي هلمندي ژورنالستانو هم پتېيلې چي دا ورځ په پراخه کچه ولمانځي خو دلته د نېټې توپير تر سترګو کيږي ، چي يو شمير د تلين ورځ د جون ۸ مه ښئ او ځني يې بيا ۹مه د اصلي نېټه بولي . په دې خاطر چي په ټوله نړۍ او هيواد کي دا تلين په يوه ورځ ولمانځل سي موږ تاسو ته ځيني دليلونه وړاندي کوو چي د هغه پر اساس ستاسو څخه غوښتنه کوو چي ټول د تلين د لمانځلو لپاره د جون ۹مه ورځ غوره کړو . لومړى : پوره يو کال مخکي اواښاد روحاني د ۱۳۸۷کال د غبرګولي د مياشتي پر ۱۸مه مازديګر ۵ بجې نادرکه سو په سبا د غبرګولي د مياشتي پر ۱۹ مه ماپښين مهال پر ۴ بجې او ۲۷ دقيقې د عبدالصمد روحاني يوه ملګري او خبريال ته پر ټليفون خبر ورکړل سو چي ((خپل مړى مو واخلئ )) . دلته موږ په دې نه پوهيږو روحاني چي په کومه ورځ نادرکه سوى دى په هم هغه ورځ وژل سوى او که په سبا ياني د غبرګولي پر ۱۹مه ځکه نو موږ هغه ورځ غوره کړه چي د ارواښآد جسد مو پيدا کړ د غبرګولي ۱۸مه موږ ټوله ورځ د هغه د ژوندي موندلو په لټه کي تيره کړه زموږ لپاره درد وونکې او د ارواښاد د مرګ صحنه هغه وخت وه چي موږ د هغه جسد پيدا کړ . دوهم : دا چي په افغانستان کي لمريزه لېږديزه نېټه کارول کيږي نو له دې امله د ارواښاد ورحاني د مرګ نېټه هم د همدې نېټې له مخي ثبت سوه چي د ۱۳۸۷ ل ل کال د غبرګولي د مياشتي ۱۹ مه نېټه کيږي ، دلته که موږ د زيږديز کال له مخي حساب کوو نو يوه ورځ دې دوو نېټو په دې يوه کال کي توپير خوړلى دى داسي چي د ۱۳۸۷ کال د غبرګولي ۱۹ مه د ۲۰۰۸ ميلادي کال د جون د ۸ مي سره برابريږي خو د ۱۳۸۸ کال د غبرګولي ۱۹ بيا د ۲۰۰۹ ميلادي کال د جون د ۹مي سره سر خوري نو که موږ پر لمريزه ليږديزه نېټه تکيه وکړو غوره به وي . دريم : هلمند هغه ځاى دى چي روحاني پکي خاپوړي کړي او دلته لوى سوى هم دلته يې کار پيل کړى او په همدې سيمه کي يې سر وخوړ موږ ټول افغانان دهغه د وير کوربانه يو خو هلمندي ژورناليستانو چي د هغه جسد يې په خپلو لاسو راپورته کړ بايد دا حق ورکول سي چي هغه ورځ ورسره و لمانځو چي هغوى زيات دردېدلي دي څلورم : څرنګه چي ارواښاد روحاني د ۱۳۸۷ کال د غبرګولي پر ۱۸ مه نېټه لا درکه سو ، د غبرګولي پر ۱۹ مه يې جسد و موندل سو او د همدې مياشتي پر ۲۰ مه نېټه خداى بخښلى خاوروته و سپارل سو . دلته که موږ بيا هم په پورته دلايلو باندي بسنه ونه کړو نو غوره به وي چي په دې دريو ويرجنو ورځو کي ( د لادرکه کيدو ورځ ، د جسد د موندلو ورځ او خاورو ته د سپارلو ورځ ) د منځ هغه د تلين لپاره و ټاکو ستاسو محترمو څخه هيله کيږي چي په دې نېټه کي ټول سره همږغه سو او ټول په يوه ورځ دغه توره ورځ و لمانځو که تاسو د خپل پروګرام نېټه بدلوى او يا نور ملاحظات ولرئ زموږ سره په لاندي بريښناليک اړيکه ټينګه کړئ تر نن مازديګر پوري بايد د تلين اصلي او وروستۍ نېټه و ټاکل سي [email protected] 0093 708 110647 په زيات ادب د هلمند د ژورناليستانو خپلواکه ټولنه د هلمند د اطلاعات او کلتور رياست
په لندن کې دشهيد روحاني دتلين دغونډې خبرتيا
دځوانيمرګ خبريال عبدالصمد روحاني دشهادت دلمړي تلين دلمانځلو په موخه دنړۍ دځينو نوروهيوادونو په څېر دکندهاردخبريالانوپه غوښتنه په لندن کې هم غونډه کېدونکې ده .
له لندن ميشتوافغانانوڅخه په ډېر درنښت هيله کېږي چې په دغه غونډه کې ګډون وکړي او په خپل راتګ سره دشهيد روحاني له کورنۍ سره خواخوږي وښيي او دهغه روح ته دعا وکړي .
په ياده شوې غونډه کې به دشهيد روحاني پرکاري ژونداوفرهنګي هلوځلواو دنوموړي له شهادته وروسته په افغانستان کې خبريالانو ته دورپېښوستونزو او ګواښونوپه اړه خبرې کېږي .
ورځ :يکشنبه دجون (7)اومه 2009 کال
وخت:دماسپښين دوه نيمي بجې ترپنځو بجو
پته:ماسا هوټل هارولندن –
Masa Restaurant
24-26 Headstone Drive
Harrow Wealdstone
HA3 5QH
دلانورومالوماتو لپاره په لاندينۍ شميره اوبرېښنا ليک له ميرويس افغان سره اړيکه ټينګه کړئ .
07551995962
ستاسو د هوساينې په هيله ستاسو په مخ کې لاندې نقشه هم ږدو .
