په کولن کی دکونړ سیند مشاعری بـــلـــنـــه
په جرمنی کی دکونړ د ځوانانو دکولتوری ټولنی په کوربه توب د روان 2009 عیسوی کال د اګست د میاشتی په لمړۍ نېټه د خالی (شنبی) په ورځ د مازیګر په شپږ بجو دکونړ سيند تر سرلیک لاندی دوییمه کلنۍ مشاعره جوړیږی.

دمشاعری جشنی برخه په تمثیلی ټوټو ښکلی شوی ده. د ټنګ ټکور په برخه کی د هیواد خوږ ژبـی نامتو سندرغاړی میرمن هما (افغان مینه)،ښاغلی احمد ضیا رشیدی او احمد شکیب رشیدی زمونږ سره مل دی.په مشاعره کی به لاټری لوبه هم ترسره شی.
د کونړ د ځوانانو کلتوری ټولنه پدې وسیله په درناوی سره ټولو ښاغلیو ادیبانو، د پښتو ادب مینه والو او پتمنو هیوادوالو ته د ګډون بلنه ورکوی..
په درناوی
شعرونو او وړاندیزونو د رالیږلو لپاره د ټولنی په بریښنا لیک اړیکی ونیسئ
د ټولنی بریښنا لیک:E-mail: [email protected] د کونړ د ځوانانو د کلتوری ټولنی
د کار ډله
پته:
Bürgerhalle – Wiesdorf
Hauptsr. 150
51373 Leverkusen
Germany
Tel.: 0221/7024603
Mobil:0163/6051753


