ځان پيژندنه ملت پيژندنه ده
محمد نعيم کاکړ
د شاهنوازتني د کودتاه وروسته يو شمير ملګرى ې د کرښې ودي خواته راواوښتو چې زموږ به د دوى سره زياتره ليدنه کتنه کيدله او خبرى او ناستي به سره کيدلي اود دوي څخه به زياتره د ناکامي شوي کودتاه په اړه پوښتني رښتني کيدلي دا دافغانستان او د انقلاب څه غوندي پيژندلي څهري وي چي مناسبه نه ګڼم چي د دوي نومونه دلته راولم خو زياتره به ملګرو دا پوښتنه ځيني کوله چي تاسي او ستاسي مشر و پاکستان ته ولي راغلاست ځکه چي تاسو کله د انقلاب ساتنه کوله نو هم په دهغه ملک مو تور لګوي چي د دهغه ځائي څخه زموږ انقلاب تخريب کيږى خو ددوي سره ددي جواب نه وو هم هغه ګيلي به کولي چي فلانکى داوکړو او فلانکي دا وکړو وغيره وغيره ورځ په خبرو خبرو کښې دوي دا وويل چي و دوي ته دلته پاته کيدو خرڅ هم ددي ملک مخبرى شبکه ورکوي موږ چي داواوريدو يو بل ته مو سره وکتل او داخبره ناشوني راته ښکاره شوه دهغه کسان څخه وخت دلته پاته وو خو بيا اروپا او امريکا يا نورو ځايو ته سره ولاړو چي بيا نه يو خبر چي چيري به وى.
رښتيا خبره داده چې کومو قومو او ولسونوخپل ځان نه وي پيژندلي دهغو سره هم داسي کيږى لکه د پښتون افغان سره چي ووشو او کيږى په زياته بيا د افغانانو سره د تيرو پنځه ديش کلو څخه په دهغه ولس او خاوره باندى چى څه روان دي چي د بربادي او وراني ساري ې نه ليدل کيږى نن هم دهغه خپل ځان نه دي پيژندلي دوي خو خبري د تاريخ او ننګياليتوب کوي خو عمل ې ددي په ضد دي دوي نه د تاريخ څخه څه زده کړه کوي نه دا ورته څرګنديږي چي دوست ې څوک دي او دښمن ې څوک دى..؟ ځکه چي نن د دوي و هيواد ته د هر چا لاس ورايله دي خو دوي په جواب کښې داخبره کوي چي زموږ جغراقيه داسي دي چي نړۍ وال به په موږ کښې خيږي راخيږي خو کله ې هم ځان ته ګوته نه د نيولي چي زه څه کوم..؟ که د ثور د بدلون وروسته په دومره لويه کچه افغانان نه وي کډه شوي او خپل سنګرې و بل ته نه وي سپارلي او خپله ځانى دښمني او اختلاف ې قومي او ګوندي نه وي جوړ کړي دوست او دښمن ې پيژندلي وي هغه د چا خبره ده چي سر ې ورکړي وي خو سنګر ې نه وي ورکړي نن به نه افغانستان د داسي ورانيو تباهي او ورانيو سره مخامخ کيدي نه به دا خوار ولس د ميزو او ګډو وارو داسي وژل کيدي نه به دومره بې ننګه کيدلي څوک چي د افغان پښتون سره روان او سنې بهير ګوري نو بيله ددي چي په لوئى څښتن(ج) و ځړيږي نور څه نه شې کولي خو خدائى پاک پخپله وائى چي زه د هغه قام حال نه بدلوم تر کله چي دوي خپل حال پخپله بدل نه کړي خو بلې خواته هم دهغه څوک دي چي دا هم نه ګڼي چي څه شوي دي دوى خو لومړى دا تېروتنه وکړه چي د نورو په واليوې خپل غوږونه څيري کړو خو تراوسه ې دا سوچ ونه کړي چي دهغه ناورين تر کله..؟ بلې خواته يوه بله ډله ده چي خلګه په دي تير باسي چي د افغانستان دهغه جګړه به ترابده ابده روانه وي خو د سړو دنيستي څخه د هغه هر څه د دهغه قام او ولس سره روان دي په دا ټول ملت کښې په دا يوه سړى کښې څوک پيدا نه شو چي هغه دا سنجولي او خپل قام ته ورښوولي وي چي سره انګريز د دهغه قام او ددي خاوري په ضد کومه لويه لوبه سنجولي ده نه د دهغه هيواد حکمرانانو دا سوچ او فکر لرلي چي په را روان وخت کښې به دهغه ولس او خاوره د کوم ناورين څخه تيريږى چاچي داخبره ودي ولس ته ور په ګوته کوله هغه ته کافر او د هندوانو لاس پوڅي او ايجنټ وويل خو نن تاريخ دا وښووله چي د خاوري او ملت دوست څوک او د نورو لاس پوڅي او ايجنټ څوک ژوند قامونه او ملتونه د را روانو سلو کلو چاري تړي داسې نه دي لکه د هغه پښتانه اوافغانان چي په راتلونکي سباون نه دي خبر چي څه به ورسره کيږي خو هو د ګفتارغازيان او دورورو ميراث او د نورو وسوټو ته هر وخت تيار ناست دى.
د افغانستان په زياته بيا پښتون پخپله د دهغه اوسينو پيښو مسئول دي دوى د خپلي خاروي او د خپل ولس د ګټو په ځائي د نورو ګټو ته کار کړي دي ځکه چي نن د ماڼي شتمني تش په نامه عزت او د نورو لخوا ورکول شوي معبتري خاوند دي خو دا هر څه د لږ وخت دپاره دي چي کله ې کار ځيني واخستي نو بيا دي ګوتي شميري داسي هم موږ ليدلي دي چي څوک هر څه خپله خاوره او خپل ولس ګڼي هغه د خواريو او سختو سره مخامخ وي ځکه چي ويل شوي دى.
ګله نه کيږى دوي خوا، بانوکړى پريږده ياما
نن هم په افغانستان کښې په لويه کچه د نورو د ګټو دپاره کار کونکي د نورو لاس پوڅي موجود دي او ددي د څنګه يو شمير ناپوهان وجود لري چي چا سم کوپه هغه خوار روان دي آن دا چي په ځان پوري چاوديدونکي توکي تړي او خپل ورور او خپله خونه ورانوي دا ځکه چي په دي ټول پښتون افغان ملت کښې دومره څوک نشته چي د دهغه چا لارښود ترلاس او نيسي او دا پوښتنه ځيني وکړى چى دا هر څه کوي دا خو نه د بشر نه د اسلام نه د افغانيت لخوا سم کار بلل کيږي نو بيا ولي..؟ دا ځکه چې د هر افغان پښتون څخه هر څه ترلاسه کړي دي او دومره ې ويرولي او بزدل کړي دي چي د خبري کولو د مخه څو څو واره دلته الته ګوري چي څوک خو نشته او داخبره هم سمه ده چي په موږ کښې دومره لوئى شمير داسي کسان نيولي دي چي څوک ې پيژني هم نه ولي چي دا زموږ خپلو هر څه په دي دوى پلورلي دي د اپريل په ۱۹م د امريکا ږغ راډيو څخه د خبرواترو خپرونه روانه وه زما هم تر غوږ وشوه يو سړى چي په احمدزئي نومي دي او د امريکا ږغ راډيو سره د امريکا څخه ږغيدي چي وروسته د راډيو نتاق وښووي چي دا هغه احمدزئى دي چي د ولسمشر حامد کرزئى سره ودي څوکي ته په سيالي کښې وو ددي خبري چي ما واوريدي نوګوته په غاښ کښې ورته پاته شوم چي داسې هم د لوئى کچي کسان شته چي هغو خپله خپلواکي د نورو په غيږ کښې وراچولي ده خو دده سره چي کوم بل کس ميلمه وه هغه به په واروارويل چي افغانستان يوخپلواک هيواد او ناپيله هيواد دي چي د نړۍ د هر هيواد سره خپلې اړيکي ساتلى شي خو دهغه نوموړي چي هر وار بې داسې خبره وکړه چې سړي به ورته حريان ورته پاته شو داسي نه چي څوک دي د بل هيواد درناوي نه کوي خو هغه وخت ته د چا درناوي کوي شې چي لومړى څوک خپل درناوي وکړي زما په اند د پښتون افغان ملت هم د هغه ستونځه ده چي دوي د نورو په مخ کښې د خپل ځان نغي پخپله کړي ده او د سوچ ې نه دي کړي چي د زه څه کوم دا زموږ څوني په زيان او د نورو په ګټه د يا دا چي دوي خپل ځان خپل ملت خپل هيواد او خپل دښمن نه دى
