اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

زموږکلي اوبانډې

زموږکلي اوبانډې

(څوارلسمه او وروستۍبرخه)

د لغمان لرغونی تاریخ او جغرافیويموقعیت

د ويم

ځنې څېړونکي د لغمان د لرغونتوب په اړه دا خبره هم کوي چې نو موړى ولايت د افغانستان د ځنو نورو سيمو او ولايتونو په څېرد هندوکش د لرغوني تهذيب له وارثانو څخه دى چــــې پـــه دوي کې خنجان، اندراب، شتل،سالنګ، پنجشير،نجراو، تګاو،کاپيسا، لغمان، نورستان، چتــــرال، سوات، باجـوړ، دپامير د غره په لمنه کې مېشت اوسيدونکي اونورد بېلګې په توګه يادولاى شو۰

د( هيوان څنګ ) له څېړنو نه ډاګيزه شوې چې د اومې زيږدي پېړۍ په نيمايي کې له کاپيسا او باګرام نه نيولې تـر لغــمان او ننګرهار پورې ددې سيمو اوسيدونکود برهمنيانو ددودونو پــه رڼا کې خپل ځانونه په ايرو لړل او دا کار دکابل برهمن شاهانو هم کاوو خو د صفاريانو د ګواښنې له بابته د هېوادجنوبي سيمې له دغو پېروانو او پلويانو څخه پاکې شوې او د غزنويـــانو په مهال کې له لغمان او جلال اباد څخه هم د دغه دود لمن ټوله شوه نوموړى وايي : "زه چې 630 زيږدي کال په دوبي د پنجشير د رود په غاړه ننګرهار ته تلم د کابل او پنجشيردرودپه ګډونځي چې ورتيرشوم د کيڼ لاس خواته مې د لمپاکا (اوسنى لغمان) ولايت وو. تر لمپـــاکا چې ور تير شوم "نګاراهاراى" (ننګرهار) ته ورسيدم. ۰

کله چې دتګين کورنۍ الپتګين غزني ونيو اود "لويکانو" کورنۍ يې تر شا کړه نوموړى يوکال په غزني اوزابلستان کې واکمن وو. دده له مړينې وروسته بياغزني اوګردېز پاچا "لويک" دکابل شاه د زوى په مرسته تېرى وکړ خو دسبګتګين له لاسه يې ماته وخوړه. سبګتګين پوه شوچـې د پښتنو پاچالويک سره دده جګړه پاى نه لري نودخپلې اوښيارۍ له کبله يې له پښتنوسره خېښي اوخپلوي وکړه اوځان يې د هغوي زوم کړ. بيا نو دپښتنو په مرسته يې بست، زمينداور، تخارستان ، غور، باميان او زابل ونيو او همدارنګه د کابل د رود په غاړه د لغمان په سيمه کې د "جيپال" له لښکرو سره مقابله وکړه او د هغه سل زره لښکر يې د پښتنو په زور مات کړ او تر پېښوره پورې ځمکې يې لاندې کړې په دې اړوند نامتو تاريخپوه عتبي او ابن اثير هم کاږلي دي چې غلجي پښتنو له نوموړي سره ډېره مرسته وکړه او دده ملګري شول۰

هغه وخت چې سلطان حميدلودي دملتان واکمن وو نو له لغمان نه ترملتانه دا ټولې ځمکې دده په واک کې وې. د نوموړي د واکمنۍ هغه لورى چې تر لغمانه پروت وو په "حدود العالم" کې داسې راغلى دى: "دا هغه سيمه وه چې د "لمغان" د سيند په غاړه پرته وه، لمغان يو ودان هېواد وو، د سوداګرۍ چارې په کې پرمختللې وې او ډېر سوداګر په دغه ښار کې مېشت او استوګن وو. ډېرو او سېدونکو لمغانانو به بوتانو ته عبادت کاوو. په لمپاکا کې ډېرې وريځې کيږي هوايې نرمه او پسته ده له ساز او اواز سره مينه لري، اوښياران او تېز فکره خلک دي۰


دکابل مجلې 5 کال 6ګڼه کې هم د لغمان ولايت په اړه داسې لولو : "ددې سيمې ځنې برخې په هغه مهال کې د کاپيسا د پاچا تر لاس لاندې وې چې جنوب ختيز ته يې د ننګرهار لوى ښار پروت دى."

دارنګه يوځل بيا د حدودالعالم يادونه کوو چې د لغمان په اړه يې ليکلي دي: "دينور لمغان د سين پر دابله غاړه د لمغان د ښار په برابر يو بل ودان ښار وو چې د خراسان سوداګر هلته اوسېدل ۰


د اسلام د سپېڅلي دين له خپرېدو نه وروسته لغمان (پخواني نومونه لمغان او لمپاکا) هغه اوسنى نوم دى چې د لرغونو نومونو په ځاى اوس په همدغه نوم ياديږي. يوه ښېرازه غوړېدلې سېمه ده چې له پخوا نه اباده او سمسوره وه.

هغه کډوال چې د هېواد له بېلابېلو سېمو څخه را کډه شوي دي يو شمېر ډېر د بېلابېلو قومونو او توکمونو خيلو نه په لغمان کې ودان دي د اوسنيو سر شمېرنو لــه مخې په سلو کې 73 پښتانه، په سلو کې 14نورستاني (که څه هم اوس نورستان مستقل ولايت دى) په سلوکې 12 پشه يي (شاړي) ، همدارنګه نور وروڼه قومونــه لکه تاجک، عــرب، هندوان، ګــوجــر، سادات او نور ددې ولايت اوسېدنکي دي. پلازمېنه يـې د مهترلام ښار دى او مهمې ولسوالۍ يې الينګار، اليشنګ، قرغه يي او دولت شاه نوميږي۰


دلغمان دا يادې شوې اولسوالۍ ځکه مشهورې دي چې د سکندر پوځونه کرغيو ته نږدې په يوه ودان ښار کې پراته وو. (الينا) لکه څنګه چې يې دمخه يادونه وشوه د اّريايي لسو قبيلو څخه يوه قبيله وه چې په الينګار، اليشنګ، نورستان او د لغمان پــه نورو سېمو کې استوګن وو چې اوس يې هم ( ګار- شنګ ) د" الينا " لرغونى نوم خوندي کړى دى. دارنګه دلغمان دپلازمېنې مهترلمک (مهترلام) په اړه هم ويل کيږي چې پخپله هيوان څنګ هم د اګست په 15 نېټه په (630 زيږدي) کې د کاپيسا له لارې نه دې ځايته رسېدلى دى. ده ته ډاګيزه شوه چې دلته د لسوتيګو (ډبرو) په شاوخوا کې عبادت ځايونه جوړ وو چې د سيمې نوم يې "لان پو" (چې په سنسګرت کې لمپاکا) و. دلته دوه ډبر ليکونه هم وو چې د يوه ډبر ليک په درېمه کرښه کې د "لمک" تورى کښل شوى وو. ښايي چې دغه د مهترلمک او يا مهترلام نوم وي او يا دا چې "مهترلام" نــوم دى او "لمک" (لمکان=لمغان =لغمان =لمپاکا) يې تخلص دى چې په زړو متونو کې لمک =لمکان د اوسني لغمان لرغونى نوم دى۰
سکندر چې کله هندوکش ته راورسيد د غرونو دا لړۍ يې د نړۍ پاى وګاڼه او دايې" قفقاز"د هندي قفقاز په صفت " کوکاکوس انديکوس " وباله چې دهندوکش اوسنې نوم هم "انديکس" نه مينځته راغلى دى۰

هره خبره چې وي وي به خو کله چې سکندردلته را ورسېد ددې ښکلي ښار پاچا (Bacuse" بکوس)

چـــې دشرابـــو رب النوع وولـــه نومـــوړي ســره وليدل اوغـــوښتنه يې تـــرې وکـــړه چـــې ددې ښار د اوسېدونکو ازادي ته درناوى وکړي۰سکندر بيا د "بکوس" غوښتنه او وړانديز ومانه نو ځکه يې د تيري نه لاس واخست … هغه مهال چې دسکندر پوځونه د لغمان له دغې سېمې نه په دوه برخو وويشل شول چې يو شمېر يې د سکندر په مشرۍ د کونړ له لارې سوات ته او بــله ډله د خيبر له لارې روانــه شوه. دا دواړه ډلــې په اټک کې يوځاى شوې او د ټکسلا پاچا " امبي" ته يې ځواب ولېږه ، هغه هم له سکندر سره روغه جوړه وکړه خو د لغمان د واکمن په څېر يې خپل وړانديز ورغبرګ کړ۰

ځنې په دې انددي چې لمک د لغمان لرغونى نوم دى او"مهتر" دمشر په مانا دى."مهتر لمک " يانې د لغمان مشر يا پاچاوه۰د ويدي په سندرو کې چې تقريبا 14 سوه کاله تر مــــيلاد د مخـه د اريايي رو حانيو نو او شعراوو له خواجوړ شوي دي، دلغمان نوم د"لامهک" په شکل ذکر شوى دى" سر مــــحقق بختانى، ژبڅېړنه ، 210 او 211مــــخونه داســې روايتونه هم شته چې هغه مهال لغما ن په لر او بر وېشل شوى و. کوزنۍ برخې ته يې" بهـــالانا" ويــلې او برنــۍ برخې ته يې"لامهکا". د لامهکا اوسنى نوم لــــعمان او د بــهالانا اوسنى نــوم"بولان" دى چــې دکرغيو ولسوالۍ پورې اړه لري ښايي دا خبره هم د حقيقت نه لری نه وي چې پر دې خاوره به دا دوه توکمه اباد وو۰

مهترلمک (ع)

مهترلمک د نوح (ع) پلار دی ښځه ېې قیــــنوش د نوح مــــوروه . اوپه حقه پېغمبرتېرشوی دی نوح ع دحضرت ادم ع دکوزیدو څخه (۱۶۴۲) کاله وروسته پېغمـبري تــــه رسېدلی . د لمـــک ع پلار « متوشلخ»، نېکه ېې اختوخ اوغور نېکه ېې« یارد» وو؛کله چې د نوح ع کښتۍ کېنا سته یو شمېروګـــړي دمهترلمک (ع) او دده ورور نورلام ( رح) اوخورېې بــي بــي حاجــرې سره یوځای د نورستان په لاره اوسني الینګارته راغلل،خلک ېې حق دین ته رابلل او بیا په بېلابېلو ځایونو کې مېشته شول ۰

تارېخي روایات وایي چې لمک په لغمان کــې وفات شو،خور او ورور ېې هم په الینګار کې وفات شوي چې مشهور زیارتونه پرې جوړدي خورېې دهرمل او مــــیداني ترمینځ د بې بې حاجرې په نوم زیارت لري او ورورېې نورلام صا حــب د نورلام صا حب دره کې په زیارت کلي کې ښخ دی. ۰

په مهترلام بابا، سلطان محمود یوه ښکـــلې ماڼــۍ جوړه کړې،ځکه هغه څوځله خوب لېدلی ؤچې دی پېغمبردی او پــه دښته کې پروت دی هــمدارنګه دمهترلمک د پېغمـــبري په هکله د مشهور روحاني شخصېت د کچورې ملا صاحب وېناوې چې تل ېې ویلي: هو!مهترلام با با په حقه پېغمبر دی هم د ثبوت وړ ده۰

دمهترلام با با د مزار خواته یو ستر باغ او حضیره(هدیره)ده په دې هدیره کې ستراومشهورکسان لکه: یوسف خان د غازي محمد نادر خان شهید پلار، شهزاده فریدون،غازي محمدشاه خان بابکر خېل ،فیض محمد خان او نور غازیان ښخ دي. اوزیـار تو ته ېې خلک له لرې ځایوڅخه راځي پخوا به لــه هنداوپنجا ب نــه هـم د لته خلک او ګــرځندویــان راتلل دپنجشنبې اوجمعې پــه ورځــوبه په ځانګړي ډ ول دلته د سا ز،سند رو او مــذهبي مـوسیقۍ په لس ګــونو ډلې مــوجودې وې شپه او ورځ به ېې مینه وال په وجّد او مستۍ را وستل دغه دود اوس هم په پسرلي کې لمانځل کېږي ۰

------------------------

ختم

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←