اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

زور ورور خپلو ګټو ته ګوري ګمزوري کارونه کوي

زور ورور خپلو ګټو ته ګوري ګمزوري کارونه کوي

ليکونکى:عبدالجبار کاکړ

پوهان وائى چې د قومونو او ملتونه تاريخ دماغ وي چي دوى سوچ په کوى او د کوم ملت او قام څخه تاريخ ځان بې برخى کړى په دى هر څو پوه دي ددي سره سره چي و دهغه قام او ملت ته لوئى څښتن(ج)ډېر لرغونى تاريخ دخپلو نيکه ګانو او تيرو څخه ور پاته شوي دي چي د نړۍ ډېر لږ ملتونه داسې اوږد لرغوني تاريخ لري خو دلته که دا وويل شې چي افغان ملت پخپله دخپل لرغوني تاريخ څخه ځان بې برخي کړى دى ځکه چې نن دوى د بل بى تاريخ خلګو ترلاسه لاندى دى يا د هغه زور ورو ترلاس لاندى دي چي دوى د خپلو منځنى اختلافاتو د کبله دنورو غوځي ته ځان ورغورځولي دي چي په دهغه ديش پنځه ديش کلو څخه دا څه ډېر څرګنده شوي دي خو دا بيله خبره ده چي يو هم ودي ته تيار شې چي خپله پړه ومني بلکي و خپل هري بدى پيښې ته جواز وړاندي کوى.

چي د دوى وخت ډېر د ولس دپاره د منلو وړوو چې ولس او هيواد ډېر سوکاله او خوشحاله وو خو هيڅوک په خپل ګريوان کښې نه ګوري نه رښتيا وائ ىچې هغه کومه خوشحالى او سوکاله وه چي دوي پخپله واکمني کښې ودي ولس او هيواد ته ورکړه..؟ دا بيله خبره ده چي په ولس او هيود حالت ورځ د بلې و بدمرغيو ته روانه ده نو ځکه چې دوى په خپل وخت وياړ کوى.

دلته موږ د شاهي وخت په اړه څه ليکل نه غواړو ځکه چې هغه ځان ته يو بيل نظر غواړي خو دلته به موږ د ثور د بدلون(۱۹۷۸ء)څخه نيولي بيا د اوسني دولت د پيل کيدو تر مينځ په تير وشو پيښو خبري کوو د ډاکټر نجيب الله د دولت د نسکوريدو وروسته چي کوم ناورين په افغانانو په دا هيواد په زياته بيا په کابل پلازمينه تېر شو په هغه باندى ټوله نړۍ ټول ملت او ولس ښه خبر دي چي بيلګه ې د کابل تاريخى ښار په کنډوالو بدل شو چي يو ملت او قام داسې سوچ هم نه شې کولى چي هغه خپل تاريخ خپل دود خپلې وداني اوخپل ښارو نه داسې ويجاړه کړي خو دا چا وکړو تراوسه يو افغان نه دي راوتلي چي د هغه د خلګو وژنه د کابل ورانول چا وکړو د چاپه ويناې وکړو ولي وکړو که تاريخ و پلټل شې نو دا به په ګوته شې چې دورانى چا وکړى..

د مجاهدينو د مشرانو د خپل منځي جګړو او ورانيو وروسته چي د طالبانو په نامه باندى څوک راپورته شول او په ياو کښې ټول افغانستان تر خپلې ولکى لاندي راوستي او يواځي يوه وړوکى سيمه دوى ونه نيول شوه چي الته احمد شاه مسعود دوي و مخ ته ودريدى که احمد شاه مسعود دوي وهلي او بشپړه افغانستان ې نيولى وي نو به بيا څه کيدي خوښه ووشو چي داسې ونه شو خو د طالبانو وشاته څوک ولاړوو او څوک چي ولاړوو د هغو هدف څه وو په ځائى ددي چي زه په دي څه وليکم په کار دي چي د هغه وخت مجلى او ورځپاڼى وګڼل شى.

اوس ډېر خلګه داسې دې چې دوى داخبره کوي د طالبانو ډېر ښه وخت وو په افغانستان کښې بشپړه امنيت وو سوکالي په لويه کچه پرمختيائى کارونه روان وغيره وغيره خو بل لوري د طالبانو و واکمني ته دومره بد وائي چي څوک سوچ هم نه شې کولي خو داسې هم يوه افغان سينه ودرزوله چي زه به د هغه ښه او بدلو په ګوته کوم او خپل ولس ته به وړاندي کوم داسې څوک نه په عام خلګو نه په طالبانو نه په پخوانيو مترقياتو نه دلته نه الته پيدا شو چي دا هر څه يو په بل پسي و ولس ته وړاندي کړى.

په دي کښې بل اټکل د سره څخه نه شې کيدي چي خلقيان او پرچميان هم د باندنيو په مرسته و حکومت ته ورسيدو دوي چي هر نوم ورکړي وو د هغه وروسته چي مجاهدين بريالي شول دوى د افغانستان و واکمني ته د نورو لخواو نومول شول دوي چي دا چاتر ولکه لاندي يو مجاهد مشر ټاکل شوي وو خو امريکا ته د منلو وړنه وو او بيا طالبان څنګه راپورته شو مخ کښې موږ په دي باندى خبرى وکړى لنډه دا چي د ۱۹۷۸ء څخه نيولي او بيا تر ۲۰۰۱ء پوري چي څومره حکمرانان په افغانستان راغلي دي دوى يو هم د ولس په خوښه نه دى راغلي بلکى د نورو په زور او خوښه ودهغه ځائى ته رسول شوى دى.

پښتانه وائى چى پشو هم د خدائى دپاره موږک نه نيسى هم دا هر څه چي په افغانستان کښې رامخ ته شول د هغه ملکو د ګټي دپاره وو نه د افغان ولس د خپلواکي خوشحالى او سوکالي دپاره کله چي د شوروي اتحاد واکمنان په دي پوه شول چي شهيد سردار محمدداود خان د خپلې څوکي مخ و بلي خواته وګرځوي او د دوي ګڼي په افغانستان کښې د پيښو سره مخامخ دي نو د سوشلزم په خواښه ږغ ې خپلو ملګرو ته ږغ وکړى او د داودخان حکومت ې رانسکور کړى خو نړۍ والو ته دا سپناوي وکړى چي د هغه انقلاب افغانانو پخپله کړي د ولس ددي سره سره خوارولس په هيڅ هم نه وو خبر خو د زورورو اوبه په ځوړخيږى دوى د رواغ هم رښتياوي او د دوى د لاس پوڅو خو د سره څخه ژبه هم نه وي او که ژبه هم وي خو د هغه چا په واک او اختيار کښې وي چي د هغه ناتوانه ې د توان وړ کړي وي، انقلاب خو وشو خو ددي خوندي کيدل به څنګه کيږى بيا په يوه داسې حال کښې لکه څنګه چې د افغانستان او د نړۍ هغه وخت حالات وو نو څرګنده خبره ده چي ددي لوئى پيښې يا انقلاب ساتنه به هم د هغه چا کوله چاچي د افغانستان په ټولنه کښې د هغه نه کيدونکي کار کړي وو هم هغه څه وشو ولي چي د افغانستان په ګاونډ کښې څوک وو هغو ته دا يوه خبره د منلو وړنه وه او بيا د شوروي ساري هم په دهغه ګاونډ کښې هم په دي ورځي پسي په لسيځو لسيځو کلو دا مبارزه کړي وه ځکه چي دا د دوو نظرو او نظر يو جګړه وه (اشتراکيت او پنګواله) چي د افغانستان ناپوه مشرانو پخپله وخپل کور ته دا اوښ چوک کړى ۹ اوس نو بيله د ولس د ملاتړه د هغه لويه پيښه شوي وه او هغه چاچي داسې کارکول غوښتل هغه خو خپل کار وکړي خو راغلي حکومت بشپړه ودي ته اړه شو چي د دوي خوندي کول او د ټولو چارو و مخ ته دوړلو دپاره هم دهغه يو لاره پاته وه چي په شوروي تکيه او باور وکړي نو ځکه چي دانقلاب څومياشتي نه وي تېري شوي چي د خلقيانو او پرچميانو په مينځ کښې مخالفت راغلي آن دا چي واک و خلقيانو ته پاته شوو اودوي نه شو کولى چي انقلاب وساتى نوې د شوروي سرلښکرو و افغانستان ته د را اړولو غوښتنه په وارو وارو د نور محمد ترکئى او حفيظ الله امين لخوا کيدله خو شوروي دا کار ځکه نه کوي چي دوى په افغانستان کښې داسې څوک واکمن غوښتي چي هغه د دوي د لاس بډى وي يا د کى.جى بې غړي وى د لومړى ورځى څخه شورو ايالتو دا هڅه کوله چي څنګه د نورمحمدترکئى ته هم ډاډورکاوي او حفيظ الله امين ته به هم ډاډ ورکوي او دواړه به يو په بل پارول که دوى غوښتي چي نور محمدترکئى د امين د زياتوب څخه وځغوري و دوي ته دا کار ګران نه وو کلي چي نوموړي د ماسکو د لارې د ويانا څخه راستون شو درې څلور ورځي ژوندي وو دوى کولى شوي چي نورو درو خلقى وزيرانو واروې ترکئى هم خپل سفارت ته يا بل ځائى ته رسولى وي خو داسې کول نه غوښتو ولي چي دوى افغانستان د اوږد مهال وخت او اسټراټيجى سره راغلى وو نور محمد ترکئى خوي په امين وواژي خو امين ته کومه لاره تراشلي وه په به بيا خبرى کوو خو د دمخه څخه په نوموړي دا تور لګولي وو چي دى د امريکا د مخبرى اداري سى.آئى.اي سره اړيکى لرى..؟

د يوه لوري سره په کابل کښې دا لوبى روانى وى د دا بل لوري سره په اسلام آباد کښې د امريکا په مشرى کښې غونډي روانى وى چى د اسلام په سپيڅلي نامه او دپردي وشاته هر يوه خپلې ګټي لټولي خو کور د افغان د پکښې سوځل کيدى ولکه که چا زروي وسله هم ګار کړي وي مخ نوي ې چانه شو کولى..؟ مخالفين په پاکستان کښې سره راټول شول او د ځان سر نيم ملين افغان راوړول چي د نړۍ والو و خيرات ته کښينول امريکا خو غوښتو چي شوروي يو نه يو ځائى راګير کړى خو دا هر څه د افغانانو او د دوي د خاوري په برخه شول او بيا د اسلام د سپيڅلي نوم څخه ې ښه ګډه واخسته که څه هم د افغانانو مبارزه د شورويانو استل وو شعارونه د افغانانو وو خو ګټه د دوى نه وه ولي چي د زور ورو اوبه په ځوړبهيږى بيا د داسې چا دپاره چي د دوى ټوله تکيه په زور ورو وي د انقلابيانو د مشرانو سره څه وشو په دى به بيا خبرى کوو..

(دويمه برخه)

دنور محمدترکي دوژلو ورسته اوس شور وي په دي لټه کښې شوو چي حفيظ الله امين څنګه ووژني چي دوي خپلى ګټي نه يواځي خوندي کړي بلکى واک او فلسفه نوره وغزوي ددي دپاره ودوي ته ديوه داسي چا ضرورت وو چي ددوي هره خبره او غوښتنه په پټوسترګوومني داسي هم دچاحکومت چي دچالخو اساتل کيږي هغه به څنګه خپله خبره منلي شې؟ خود خلفيانو اوپر چميانوترمنځ دومره توپيرراوستي وو چي دوي دخپل هيواد او خپل ولس دسوکالي او سولي دپاره په يوه ميز باندي سره کښيني اوس شوروي داسي څه کول غوښتو چي يو داسي چل جوړ کړي چي نه يواځى وافغان ولس ته ځان سپين کړي او نړي او ملګري ډاډمن کړي نو دوي حفيظ الامين پټه ټکاوي چي نور محمدترکي ې وژلي دي بلکي داهم ددوي دنده وه چي حفيظ الامين دامريکى دمخبري اداري سي آئى اي غړي او استاځى ثابت کړي خو دوي تر پايه دا ثابت نه کړه چي په رښتياهم دسى آئى اي سر تړون لرلي.

دحفيظ دوژلو دوي څنګه چل جوړ کړي وو او په څه ډول ې وواژي هغه هم دافغانستان دتاريخ يوه خو نړي او دکرکي پيښه ده خوددي دمخه دوخت ساز شانو چي پخپله افغانانو وو حفيظ الله امين ته په ډوډي کښې زهر ورکول شو دا کار چاو کړي تراوسه په دي څوک خبرنه شو پواځي دومره وويل شو چي دنوموړي باورچي اواشبپږيوازبک وو د روس ډاکټران په دي کار بوخت وو چي زهير دده دمحدي څغه وباسي خوشورو يانو دځائى افغانانو په مرسته ديوي بلي لوبى تياري کښې وو شورو يانو خپله دهغه دسيسه دومره پټه ساتلي وه چي خپلپه دهغه شوروي ډاکټران په دي نه وو خبر په دا ورځ چي دا دواړي پيښى کيدي حفيظ الله امين وخپلى نوي جوړي شوي ماڼى تاج بيګ ته دکډي کولو په خوشحالى کښې ډودي کړي وه اوميلمانه ې راغوښتى وو چي ناريه اوښځي پکښى وي او ډاکټران په خپل کار بوخت وو چي دافغان پوځى ځواکو په جامو کښې د درند ووسلو سره وتاج بيګ ته ورننوتو چي کلک تياري کړي و

وامين او ملګري په دي نه وو خبراو په تياره کښې ساتل شوي وو ځکه امين په ساتونکو چي روسانو بريد وکړي او کلکه جګړه روانه وه اودنه شوي کولي چي خپلى مرستي ته څوک راو غواړي ولي چي دټيلى فون په ګډون هر څه دد مخه څغه هر څه باندي تړل شوي وو ځکه چي امين دخپلى وژني دمخه وخپل يو ساتونکي ته ږغ کړه چي وروسانو او شوروي ځواکوته حال ورکړه چي ومرستى ته ځان راوسوي ولي چي امين دا اټکل کوي چي دابريد مجاهد ينو ياددوي په وينا اشرارو کړي ده خو په چا چي امين ږغ وکړي چي بريد کونکي پخپله شور ويان دي يوه خواته روسي لوړ پوړي دميتري فيو درو وج دا اټکل بلکى باوري وو چي امين دسي آيى اي ملګري وو نو ځکه چي حفيظ الله امين په خپله وروستي وخت کښې وويل چي ماکوم ګمان کوي هغه رښتيا شوه دا دي دزورور او دبى واکه ترمنځ توپيربلى خواته شورويان دومره بى زړه او ويره ونکي وو چي ددوني لوئي تياري سره سره او دونى وسلوراو ړلو دڅنګه يو خو دوي ډير مړي ورکړو دجګړي وروسته دتاج بيګ يه زير زمين کښې څه ږغ راغلى دوي وهغه ته مرمي بندي کړي خو ورسته ښکاره شوه چي دايوه پشووه چي دوي دومره و وير يدو ودي بل لوري ته څه روان وو هغه هم دچاڅغه پټ نه وو په اسلام آباد پيښور تهران واشنګټن او قاهره کښې څه روان وو په هغه باندي موږ ټوله خبروو او که څوک نه دي خبر په کار دي ځان په جرکړي يو خو هغه مجاهد مشران ودي ته هڅول کيدل چي دوي يو دبل سره هم په جګړه سره بوخت وي اويله دا چي دوي په خپل هيواد هر څه وران او تباه کړي او خپل افغانان دومره و وژنى چي په راروان وخت کښې په داسي جګړو سره اخته وي چي په راوان وخت کښې زموږ وسرسننو او وسلوته اړ پاته وي او هيوادې داسي وران وي چي هر وخت وموږ ته مجبور اواړوي هم هغه څه وشول لکه باندنيانو چي غوښتو او افغانانو ته څه په لاس ورغلو؟

ددي ټولو خبرو پايله دا ده چي افغانان دنړي يوبيل ډول او انتک څوک دي او ډيرلرغوني تاريخ لري چي دمخه هم ودي ته اشاره موږ کړي وه او ددوي ځانګړتيادافغانستان دهري خواسيمي او قامونو وياړدي نه شو ويلى چي ددوي هواداسي ده که ې خاوره دومره ارزښت لري خوددي وياړو نو سره سره ټولو افغانانو تراوسه خپل ځان ديوه ملت په حيث تراوسه نه دي پيژندلي که دوي ځان وييژنى هغه څوک به ددوي په پښو کښې پراته وي څوک چي په دوي لوبى کوي او دخپلو ګټو دپاره دوي پخپله سره جنګوي په کار دي چي دوي دتيرو ۳۵کلو دتيروشوو ناخوالو په اړه خپل ولس خبر کړي او دتيرو ناخوالو څغه زده کړه وکړي او که دوي په دي وخت کښې تيروتني کړي وي دخپل ملت ومخ ته وړاندي کړي او هغه لاسونه ښکاره کړي چي دوي ې ودي ته هڅول.

موږ ددي ليک سرليک هم داسي ايښى دي چي دلته لوبى د زورورو لخوا لو بول کيږي داهر څه دګټو دپاره کيږي خو دوي بيل بيل نومونه ورکوي په دي ګټو کښې وکمزوروته څه خاوري ورکول کيږي خو ددي دپاره په وزو روروته په ډير څه کول وي او دهغه بيا دهغه زياته کمزور باندي خپله ججه اخلي نو ځکه چي پښتانه وائى چي توري دي لا لا وهى چرچي لوئى لا لا وهى دافغانانو سره په دهغه ۳۵کلو کښې هم داسي چل وشو چي جګړه داسلام او داشراکيت په نامه پيل شوه اشتراکيت نزدي پنځوښت کاله دمخه دمنځ څغه ولاړ خو جکړه اوس په بل نامه باندي دوام کوي خو دجګړ ډګر اوس هم افغان خاوره او دي جګړي کښې بيا هم افغانان سوځي داځکه چي افغانان دنړي او دزور ورو او چالاکه ملکو په لوبو ځان نه دي پوه کړي نوتر کله چي دوي په دهغه لوبه وي پوه شوي په هيواد کښې به دجګړو ټخر او نغري تودوي.....

(دريمه برخه)

که څه هم موږ دافغانستان دثور او داپريل ۱۹۷۸ءپه پيښو باندي پرله پسي ليک په مخه کړي وو خو په دي کښې د ډاکټر نجيب الله شهيدتلين راغلي نو داليک به ډير زيات هم په دوي باندي راګرځي او که وخت وو نو دحفيظ الله امين دوژلو وروسته چي څه وشوه په هغه به څه ستاسو مخ ته وړاندي کړم چي هغه دببرک کارمل او دده اوږدي حکمرانى سره اړه لري خو ددي دمخه هم دهغه شورويانو نظر وتاسوته وړاندي کوم چي دوي دببرک کارمل په اړه تراشلي او سنجولي و.

دحفيظ الله امين دوژلو وروسته شورويانو داهيله وه چي اوس به دافغانستان حالاتو په ښه ډول ترواک او کنټړول لاندي راوستل شي خو دوي په دي نه وو خبر چي حالات به نور کړکيچن شي او داهر څه ودوي ته پنځه سپږ کاله وروسته ور څرګنده شوه او په وروستيو وختو کښې د ببرک کارمل په اړه داسي وويل چي ببرک کارمل په لوټه لور تيره کوي او دوي وائى چي په کال ۱۹۷۹ء کښې د شوروي اتحاد داخبارتو لخوا دافغانستان دنوي مشر په توګه دببرک کارمل په ټاکلو سره لويه خطا کړي وه خو دشور وي دا ستخباراتو مشرانو چي نه غوښتل په خپلى دي خطا اعتراف وکړي دا ګڼله چي کيداي شى دکارمل ټيټ

محنوي استحداد او په هغه کښې دلار ښودنى دوړتيانشتوالي زموږ دګوندي او پوځى سلا کارانو دهڅو په مرسته جبران شى دوخت په تيريدوسره له يوې ورځي نه بى بلى ته دکارمل اداره کول لاپسي ګرانيدل اوس يې نوپه ښکاره اوموږ لخوادشويو لارښود نوله پامه غورځول پيل کړي دکارمل شخصيت فساد د زياتولو او ښکاره شراب څښلوله تو نور زياتيده.

کله چي ببرک کارمل دشورويانو لخوا و پيژندل شو نو دافغانستان دمخبري څانګى مشر ډاکټر نجيب الله رامخ نه شودادمئى مياشت اوکال ۱۹۸۶ء وو تراوسه دا سوچ هم نه شوي کولي چي شوروي په دړي وړي کيږي شوشلزم به په شوروي اتحاد کښې ماته خوري او شوروي ځواکونه به دافغانستان څغه په بيړه ووځي خوکله چي ډاکټر نجيب دافغانستان جمهوريت چاري په غاړه کړي دوي لومړي دمخالفينو سره دخبرواترو وړانديځ وکړي چي تر ډيره ددوي وخبري ته عام افغانان غوږو نيوي خود مخالفينو مشرانو ودي خبري ته ارزښت ورنه کړي داوسنى حالاتو په پرتله که دګاونډي لخوا دعام افغانانو وخپل هيواد ته دسنيدو مخ نوي نه وي شوي په لوئى شمير به افغانان خپل هيواد ته ستانه شوي وي يو روسي جنرال په خپل کتاب کښې ليکي چي د ډاکټر نجيب الله اړيکى داوسنى کمندان سراج الدين حقانى دپلار جلال دين حقانى سره جوړي شوي چي ملي روغه جوړ مخ ته يوشي خو دګاونډي دچارواکو لخوا نوموړي داسي ورک کړل شو چي په مياشتو دده درک ونه لګيدي.

رښتياخبره داده چي ډاکټر نجيب په داسي وخت کښې دافغانستان چاري ترلاسي کړي چي دببرک کارمل او د شورويانو لخوا دسپږو کلو په اوږدو کښې ډيري ورانى شوي وي نجيب الله تر ډيره هغه قابو کړي چي پخپله شو ريانو هم دامنله خوو نوموړي ته په خپل ګوند کښې دکارمليانو ډول ډول ورانى کولي او دوي وحکمرانى ته درسيدو دپاره ديوي پړي څغه مخ نه ګرځوي آن دا چي ژبني توپيرونو ته هم اورورته کوي چي ددي پايله داشوه چي د دفاع وزير جنرال شهنواز تني دنجيب په ضدکو دتاه وکړه ولي چي په يوه خوا کښې دکارمل پلويان ناست وو او په بل مورچل کښې شهنواز او دده ملاتړي وو دورانيود جوړولو وروسته د دفاع وزير په جنګى الوتکه وپاکستان ته وتښتيدي چي نه يواځي دشوروي ملا تړي حکومت ته کلک ګوځار ورکړي بلکى و ډاکټر نجيب او افغانستان ته هم زيان ورسوي هم دهغه خپل خوښى ووچي دافغانستان ر دبدوناخوالو سره مخامخ کړي کښې هم دهغه شهنوار منڼي وو چا چي نه يواځى په خپله مشري کښې يوه لويه حمله وتښولو بلکى ماته ورکړه چي دبيلو بيلو ملکو پوڅيان دجنرالانولارښورنپ او دافغان مجاهد نيو په ګډون دنړي مجاهد نيوته ماته ورکړه چي هميش به دهغه مړانه دافغانستان دتاريخ برخه وي.

ډاکټر نجيب الله په داسي وخت کښې دافغانستان چاري ترلاسه کړي چي يوه خواته ې په حکومت او ګوند کښې کلک اختلافات ووبلى خواته روسان په دي تياري کښې وو چي دافغانستان څغه ژر پښى سپکى کړي بلى خواته په ګاونډکښې دافغانستان او ددادي تياري کښې وو چي دافغانستان او داکټر نجيب د حکومت په ضد دسيسى روانى وي امريکا او لويديځ خو خپله دلوئى لوبى مخه او پروګرام مخ ته وړي او هغه مجاهدين ي ورته څرلول چي ژرتر ژره افغانستان واکمنى ترلاسه کړي چي دوي خپلى ګټى ترلاسه کړي خوبلى خواته ډاکټر نجيب لاس په لاس ايښى نه وو ناست او داږغ او شحار ې ورکړي وو چي وطن پا کفن ددي دڅنګه ډاکټر دظاهر شاه په ګډون ونوروته خپل استاځى ليږلى و چي دوي راسي او دافغانستان چاري ترلاسه کړي ولي چي ددوي هيواد دبدوشرائطو سره مخامخ دي خود ډاکټر په دهغه سپيڅلى وړانديځ چاغوږ ونه نوي بلکى دنورو په خوله ې وکړه چي دهغه پايلى هغه شوي چي نن دهر چاومخ ته دي؟ډاکټرنجيب الله داهڅه کوله چي دجينوا دسولي لوظ نامه عملى شي مجاهدين راشي او دولتى چاري په سوله ايزه ډول ترلاسه کړي آن داچي دوي دافغانستان ملى پوځ ته لارښـو دنه وکړه چي دمجاهدينو وحکمرانى ته سرټيټ کړي خو دکار مليانو په ګډون ټول دشوروي په ګډون نه غوښتو چي دجينوادسولي لوظ نامه دي کاميابه شي ځکه چي کله دهغه لوظ نامه ړنګ شوه

ډاکټر نجيب الله وويل آه افغانستان وران او تباه شو هم هغه وشول په ګوند کښې ډاکټر نجيب داسي يوه خواته شو چي پرچميان او خلقيان سره يوږغ شول داځکه چي په افغانستان کښې داسي بى باوري وه چي يوه هم بل باندي باورنه کوي او په دي کښى دشوريانو لوئى لاس وو اوهر يوه ته ښه ويل خوشورويانو و يوې ځانګړي ډلي ته زياته ارزښت ورکاوي او ډاکټر نجيب په دي ښه پوه و او شوروي هم نه غوښتو چي په افغانستان کښې دجينو ادسولي دلوظ نامي لاندي کارونه په مخ ولاړشي په وروستى وخت کښې خوپه افغانستان کښې کارمليانو جلا دولتى چاري مخ ته وړي که څه هم ډاکټر نجيب الله پخپله دپرجم غړي و خونو موړي له دواړو خواؤ څغه وهل وخوړل چي ددي لوئى مسؤليت او پړه په شورو يا نوراځى چي دوي دشوشلسټ انټرنيشنل په نامه راغلى وو خو دوي خو دوي خپلو ګټود خوندي کولو په لټه کښې وچي پايلى ې دوي خپله وليدي ځکه چي پښتانه وائى چي کوږ بارترمزله نه رسيږي.

ډاکټر نجيب دروسانو په چل ول شه پوه شوي وو خو هغه وخت او به ترورخ تيري شوي وي نو ځکه چي شوروي لښکري دافغانستان څغه د وتلى او وروستى جنرال ې دکابل هوائى ډګرته دالوتو په حال کښې و ډاکټر نجيب دده خدائى په امانى دپاره وهوائى ډګرته و رسيدي دهغه جنرال لاخوفسکي په خپله داسي ليکى

نجيب الله زيانه کړه چي که څه هم شورويان خاينان دي خودي خپله دنده ګڼى چي پوځى سلا کاران بايد روغ رمټ خپلو کورو ته وليږي رښتيا هم کله چي دهوائى ډګر داداري لخوا دالوتکى دراتلو او بيرته تلو په لاره کښې بېلا بيل خنډونه رامخ ته شول خو نجيب الله پخپله هوانى دګر ته راغي او تاشکندته ي دسلا کارانو په ليښرلو کښې ي مرسته وکړه

خو ډاکټر نجيب چي کوم ږغ او شعار ورکړي و چي وطن يا کفن په هغه باندي ترپا يه ودريدي ددي سره سره چي دوي ترپايه ې دافغانستان او دخپل ملت د ځخورنى هڅى وکړه خو افغانستان يالراوبر يوه داسي خاوره ده چي د وطن پلرونکى ترمنځ توپيرنه کيږي او څوک چي دخاوري پالونکى وي دهغه سره هم هغه څه کيږي لکه د ډاکټر نجيب اله او دده د ورور احمدځوى سره وشو خو هغه څوک چاولس او خاوره ې دنورو دګټو دپاره کار کوي تراوسه په ډالرو کښې لوبي کوي هغه نن هم ځان دخاوري دخادم ښکاره کوي تاريخ به ددي پريکړه کوي

د ډاکټر نجيب اله دده ورور احمد ځوي دده دمور او کورنى سره څه وشو دهغه څغه داڅرګنده ده چي دوي خپل ژوند دخپلى خاوري دپاره وقف کړي وونه ددي دپاره چي ښتمن شې يادا چي دنورو لاس پوڅى شې خو افغانانو ته هره پيښه دلمر وار وځلانده ده خو ددي څغه زده کړه کوي که نه؟ خو تر هغه وخته چي دهغه بشپړه پيښو او تاريخ څغه زده کړه نه وي کړي هم دهغه ډول به دنورو په لاسو کښې لو بول کيږي که هغه مشروي که کشروي. (دوام لرى)

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←