اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

د ژوند نوم

د وړوکتوب راهيسې ډېره شرمېدونکې وم، هسې خو په شيلا نومول شوې وم، خو د مينې نه به ټولې کورنۍ راته شرمېدونکې ويله. په رښتيا هم شرمېدونکې شوم، چې د ژوند په دغه ريښتينې کيسه کې به زه خپل نوم "شين" ليکم.
اصلاً موږ کليوال اوسېدونکي وو چېرته چې زموږ ځمکې وې او د هغې په مېنځ کې مو يو ښاېسته کور درلوده. موږ په پوره پېمانه ميخې لرلې، چې د نوکرانو له خوا به ساتل کېدې او شوده به يې بازار کې خرڅېدل، چې موږ ته به يې پوره عاېد په لاس راکوو او يو څه اندازه پيسې به د ځمکو د فصلونو نه هم عايد په لاس راته. په کليوال غټ کور کې نيا، نيکه، ترونه او موږ ټول سره شريک اوسېدو، خو چې کله د ځمکې د وېش جنجال زور واخيست، نو د پلار او ترونو ترمنځ مې خاطر بد شو، پلار ته مې چې د ځمکې کومه ټوټه په برخه کې ورکول کېده، هغه ارزانه بيه وه په نسبت هغې ځمکې ته چې تره ته مې نيکه ورکوله، ځکه هغه عمومي سړک ته نږدې وه او بيه يې هم زياته وه. پلار مې غوښتل، چې همدغه ښه ځمکه واخلي، خو تره مو په جنجال سره هغه خپله واخيسته او دغه کم بيه ځمکه يې زما پلار ته ورکړه. پلار مې هم په چوپتيا په خپل قسمت صبر وکړ، خو دغه ناروا يې له زړه نه وتله. همدا وجه وه، چې پلار مې مور د ترونو له کورونو څخه منعه کړه او خپل طرف کور کې يې هم دېوال وکړ. څرنګه چې هغه ښه ټوټه د ځمکې مې يو تره اخيستې وه، نو هغه بل تره مې هم خپه و. هغه خپل کور جدا کړ، يو تره، نيا او نيکه مې د کور منځنۍ برخه کې اوسېدل، چې دغه غټ کور مو په درې برخو وويشل شو.
نيا مو هر کور ته کړکۍ کېښودله، چې کله به مو د نيا او نيکه سره ليدل زړه غوښتل ورتللو به. موږ ټولو کوچنيانو به يوځاى ډوډۍ خوړله، يوځاى به مو لوبې کولې او يوځاى به ښوونځي ته تللو. په دې اساس زموږ ترمنځ محبت هم هغسې پاتې وو. زموږ له دې سره کار نه و، چې مشران مو څه کوي او ولې سره خپه دي؟ نيا زموږ د يووالي سمبول و، له ټولو سره به يې يو شان مينه کوله. پلار او ترونو مو سره خبرې نه کولې او نه د يو بل کور ته تلل، خو موږ د پخوا په شان سره يوځاى لوبې کولې او زموږ په انډيوالۍ کې کوم تغيير نه احساسېده. زه د تره زوى ساحر او د هغې خور ثمره به يوځاى ښوونځي ته تللو. له اول نه زما د ثمرې او ساحر ترمنځ انډيوالي وه، زموږ ښوونځى د کور نه يو ميل په اندازه لرې و، ما او ثمري به کورنۍ وظيفې د نيا په کوټه کې ليکلې. ثمره دومره لايقه نه وه، خو بيا يې هم ښې نمرې په ټولګي کې اخيستلې.
زموږ نيا د لمانځه ډېره پابندي کوله، چې کله به يې د لمانځه غږ وکړ، ثمره به له واره په لمانځه ولاړه وه. ددې خوي له کبله نيا هم له هغې سره ډېره مينه کوله او ساحر هم ورته ډېر ګران و، خو د قادر کاکا بچيان فريحه او ريحان ډېر وران وو، تل به يې جنګونه کول او له چا سره انډيوالان کېدل هم نه. له همدې کبله به مو نيا ورته ويل، چې زه ستاسو کړکۍ بندوم، چې اينده تاسو دلته رانشئ.
چې کله مې منځنۍ زده کړې سرته ورسولې، نو پلار مې د ښوونځي نه منع کړم، خو ثمره او ساحر ښوونځي ته تلل، ځکه نيا او تره مو غوښتل، چې هغوى درسونه ووايي. سره له دې چې زموږ په کليوال ښوونځي کې د نهم څخه وروسته هلکانو او انجونو ګډ درسونه ويل. چې کله د ښوونځي له درسونو نه منع شوم، ډېر مې وژړل او نيا ته په زاريو شوم، نيا مې پلار دې ته اړ کړ، چې ښوونحي ته لاړه شم، خو پلار مې په دې شرط اجازه راکړه، چې د کاکا بچيانو )ساحر، ثمرې( سره به يوځاى نه ځم. د کلي ټول هلکان او نجونې به ښوونځي ته تللې، زه به له يو بل سره په ملګرتوب تللم، د ښو اخلاقو له امله ټول ښوونځي خوښولم. په ټولګي کې څلور پېنځه هلکان او نجونې له شتمنو کورنيو څخه وې، هغوى به ځانله سره کېناستل، نه به يې چا سره خبرې کولې او نه به دوى سره څوک کېناستل. هغوى خپل يو ټولګى لاره، خو هغوى به هم غوښتل چې له ما سره خواله وکړي. د ښو اخلاقو له امله هغو ټولو زه خوښولم، زما کېناستل پاڅېدل هم له تمد نه ډک و او چېرې مې هم داسې ټوکه ټکاله نه کوله، چې د چا زړه راځنې بد شي. زما د خولې به کله چا چټيات نه وو اورېدلي.
ددغه شتمن ټولګي يو غړى منصور و، چې تل به يې ما سره د کېناستلو هڅه کوله، زه زيات وخت د خپل کاکا لور ثمرې سره کېناستلم، خو هغه هم د څه مودې راهيسې رانه لرې ګرحېدله ښايي له دې امله، چې کله به منصور او ملګرو يې زه وليدم، نو راسره وبه درېدل، خو زما د کاکا لور سره بيا هغوى خبرې نه کولې. ساحر زموږ نه يو ټولګى مخکې و، هغه ته هم له منصور او ملګرو سره يې زما درېدل ښه نه برېښېدل. زما له چا سره مينه نه وه، خو ما احساسوله چې منصور له ما سره اړيکې ټينګول غواړي. هغې به تل ماته کتل او زه به چې چېرته وم، هغې به د سترګو په کسو کې څارلم. په ناڅاپي ډول منصور له ښوونځي څخه تر لسو ورځو غېر حاضر شو، چې دا زما لپاره ډېره خواشېنونکې وه، ځکه هغې به رخصتيانې نه کولې. ناببره د دومره رخصتيانو څه لامل کېداى شو؟ ما له ثمرې نه د هغې په هکله وپوښتل، هغې وويل، چې هغه په محرقه تبه اخته دى او ډېر ناروغ دى. ددې په اورېدو زه ډېره غمجنه شوم، خپګان مې په مخ کې له ورايه ښکارېده او دغه ورځ په ډېر غم تېره شوه.
منصور چې کله ټولګي ته راغى، رښتيا هم ډېر کمزورى شوى و او رنګ يې هم تغير خوړلى و. په لومړي ځل مې په ډېره مينه د هغې مېز ته په ورتګ د هغوى د ناروغۍ پوښتنه وکړه، هغې هم په سر خوځولو سره مننه وکړه او په خپل کار بوخت شو. زه هم خپلې چوکۍ ته راغلم. دوه ورځې وروسته د ګرمۍ درې مياشتنۍ رخصتيانې پيل شوې، چې د پوره عذاب نه کمې نه وې، ځکه پلار مې زه له ساحر او ثمرې سره د ليدو نه هم منع کړې وم. په رخصتيانو کې زما د ټولګي ملګرې ثمرا زموږ کور ته راغله او ماته يې د خپل خور د کوژدې په مراسمو کې د ګډون بلنه راکړه، خو مور مې د ډېرې زارۍ نه وروسته د ګډون اجازه راکړه، چې همدغلته مې له منصور سره هم وليدل. هغې له زما سره ډېرې لنډې خبرې وکړې او نورو سره يې ډېرې خندنۍ خبري کولې. د کوژدې په مراسمو کې مې له سهيلا سره هم وليدل، هغه زما يوه پخوانۍ انډيواله وه، هغې ماته وويل، چې منصور مې د کاکا زوى دى. ددې په اورېدو زه هم خوښه شوم، چې که خېر وي له منصور سره د راشه درشې بهانه خو جوړه شوه، خو خداى نور هم مهربانه شو او د منصور کورنۍ زموږ ګاونډ ته راغله. د منصور پلار زما د تره کور بيه باد واخيست، چې په دې اساس د منصور کورنۍ له نږدې نه د ليدو چانس په لاس راغى. د منصور په هکله مې د پلار نظر هم مثبت و، پلار به مې ويل، چې هغه يو نيک او محنتي هلک دى، په دې وجخ د هغې له کورنۍ سره راشه درشه پيل شوه.
د منصور خور قيصره نومېده، چې ډېره ښاېسته او خوشحالبخته جينۍ وه، هغه هم زما غوندې په انګرېزي ژبه کې کمزورې وه، هغې د انګرېزي ژبې په کورس کې ثبت نام وکړ. ماته يې هم د ګډون بلنه راکړه، چې يوځاى به سره ځو راځو. ما مې د مور نه وپوښتل هغې اجازه راکړه. زموږ د انګرېزي ژبې ښوونکى ډېر ښه انسان و، خو د هغې کور ډېر لرې و، چې موږ پلې نشو تللى. په دې موافقه وشوه، چې منصور به موږ په موټر سايکل وړي راوړي. هغې به هره ورځ موږ د درس لپاره وړلو، چې دا زما د تره او ساحر لپاره د منلو وړ نه وه. که څه هم موږ سره خوابدي وو، خو څه به چې د دوى نه خوښېدل، هغې نه به يې جنجال جوړاوه. په تېره به يې نيا او نيکه موږ ته لمسول، نيا مو حکم وکړ، چې شين به له منصور سره په موټر سايکل يوځاى نه ځي يا دې ځانله د سورلۍ غم وکړي يا دې د درس نه پاتې شي.
د مور او پلار په مقابل کې زه بې وسه وم او دغه شان زه د تللو نه منع شوم. منصور ماته وويل، چې زموږ کور ته راځه ښوونکي چې موږ ته څه زده کول، هغه ته له موږ نه زده کوه، خو زما خپلوانو دا هم نه شول زغملى. موافقه مو په دې وکړه، چې د ښوونځي په نيم ساعت تفريح کې به له منصور څخه د انګرېزۍ ژبې درس وايم، چې کله مې د تره لور ثمرې ساحر ددې نه خبر کړ، ډېر په غوسه شو او خپله غوسه يې په دې يخه کړه، چې بهر يې د منصور موټر سايکل سره خپل موټر سايکل ټکر کړ او دغه شان د منصور پښه ډېره زخمي شوه. هغه تر )15( ورځو په روغتون کې بستر شو او درسونه هم ترې قضا شو.له خپلې مور سره د هغې پوښتنې لپاره روغتون ته ورغلم، زړه مې غوښتل چې يو ښه ګېډۍ ګلان ورته وروړم، ځکه د ناروغ لپاره د مينې د ګلانو نه ښه سوغات نور څه کېدى شي؟ خو د خپلې مور له وېرې مې ونشو کولاى، چې هغه راځنې خپه نه شي، خو د منصور خور قيصرې په لاس مې دغه د ګلو ګېډۍ ورولېږله.
د لسم ټولګي ازموينې رالنډې شوې، د ازموينو د تيارۍ پر مهال به مې هغه ډېر يادېده، چې ورسره د روژې مبارکې مياشت هم په سر راغله او په روژو لمونځونو بوخت شو، چې د ځان او منصور د ښو نتاېجو لپاره مې ډېرې دعاګانې وغوښتلې. د اختر په رارسگېدو ګرمي هم خپل اخري پړاو ته رسېدلې وه، د ازموينو نه وروسته مو نتايج هم اعلان شول، دواړه په ښوونځي کې اول او دويم راغلي وو، په ټول ښوونځي کې زموږ په هکله بحثونه کېدل. منصور به ماته ويل، چې دا ستا د دعاګانو برکت دى.
ددې نه وروسته زموږ کور لاهور ته کډه شو. زموږ د کور خوا ته يو ښه ثانوي ښوونځي )کالج( و، چې پلار مې زما د ښو نمرو په زېري کې زه په هغې کې شامله کړم. خوشبختي خو دا وه، منصور هم په دغه ښوونځي کې شامل شوى و، چې يو ځل بيا موږ سره په يو ټولګي کې شو. موږ پرېکړه وکړه، چې ښه کوشش به کوو، چې دواړه د طب په پوهنځي کې شامل شو. زه به کله کله د هغو کور ته ورتلم، د هغې مشر ورور ته به ما ورور وايه، چې ډېر ښه انسان و. د هغې مور او خوېندو له ما سره ډېره مينه کوله. په دغه وخت کې زما نيا او نيکه ډېر مريضان وو، نيا له پوره هڅې نه وروسته د ټولو ترونو په مېنځ کې جوړه وکړه، ټول کور د پخوا په ډول سره خواږه شول. د يو بل کور ته به تللو، جدايانې لرې شوې، ځکه دا د ويني خپلوي وه او کله هم نشوه جدا کېداى.
موږ د طب پوهنځي په اخري ټولګي کې وو، چې منصور ماته د واده وړانديز وکړ او مانه يې وپوښتل، چې کله مور او پلار زموږ کور ته د مرکې لپاره راولېږي؟ ما وويل: دومره صبر خو وکړه، چې د پوهنتون نه فارغ شو بيا به يې راولېږې. ماته څه معلومه وه، چې پلار به مې د ډاکترې جوړېدو وروسته هم په ما خپل زاړه فکرونه عملي کوي. په کور کې سره مسلاتونه روان وو. زه په درسونو کې دومره بوخته وم، چې د کور له حالاتو نه بې خبره وم. ماته معلومه نه وه چې نيا، نيکه، پلار او ترونو مې له "ساحر" سره د واده پرېکړه کړې. دا يواځې د ځمکو لپاره چې دوى نه غوښتل، چې په ميراث کې ځمکې ترې نور خلک واخلي. دا به ماته د منلو وړ واى، خو چې ما خپل درسونه په منځني ښوونځي کې پرېښى وې بيا له ساحر سره په واده زما کوم اعتراض نه و. اوس له ساحر سره شريک ژوند تېرول ما له حقيقت نه لرې ګاڼه.
زما د ژوند منزل د لسم ټولګى فارغ ساحر نه، بلکې ډاکتر منصور و. موږ خپله خيالي دنيا جوړه کړې وه، چې د عالي تحصيلاتو لپاره به خارج ته ځو او په ګډه به يو روغتون جوړوو. دا زموږ په اينده پلانونو کې و، ځکه د منصور پلار دې ته چمتو و، چې زموږ د واده نه وروسته موږ عالي تحصيلاتو لپاره خارج ته ولېږي او ټول مصرف هم پرې کړي.
زما ټول خوبونه هله له خاورو سره خاورې شول، چې کله مې پلار د نيا او نيکه په ګډون حکم وکړ، چې په هر ډول وي د شين واده به له ساحر سره کېږي. موږ د ښځو د تعليم په ضد نه يو، خو د هغوى د کوژدو اجازه به د خپلې کورنۍ نه بهر ورنه کړو. دا امر په ما د تندر غوندې پرېواته، په دغه وخت کې ما د سېتاژ دوره سرته رسوله، زړه مې غوښتل، چې ددې دنيا نه لري لاړه شم او له ژوند سره خداى په اماني وکړم، چېرته چې زما د نصيبونو غلط پرېکړه کوونکي وي. کېداى شي مور او پلار مې په دغه پرېکړه پوره خوښ نه وو، خو دا د نيا او نيکه کارونه وو، چې غوښتل يې په دغه خپلويو خپله يوه غښتلې کورنۍ جوړه کړي، ترڅو له دې لارې په ټولنه کې خپلې پېژندګلوۍ ته نوره هم وده ورکړي او ميراث هم ترې نور خلک په برخه کې وانخلي. دا د مشرانو خپل فکر و، خو دا زما د ژوند پرېکړه وه، چې هغوى له خپل فکر ځنې قربانوله.
ما له عالي تحصيلاتو سره سره هم څه ونکړاى شو، ځکه ټوله کورنۍ يو خوا وه او زه بل خوا. مور، پلار، نيا، نيکه، ترونه او ساحر يو اړخ ته او زه بل اړخ ته، ما به له چا سره جنګ کړى وى؟ د چا لمن به مې په زاريو نيولى وى؟ زه ډېره بېوسه وم، چې نصيب او ژوند زما و او پرېکړې يې نورو کولې! د منصور د مور او پلار هم دا شرط و، چې دغه خپلوي هله موږ ته د منلو وړ ده، چې هغوى د دود سره سم ما کوژده کړي او ټول دوديز مراسم سرته ورسېږي. دواړه اړخونو ته ستونزې وې، اوس يواځې يوه لار پاتې وه، چې نه زما او نه د منصور زړه منله او هغه مې له دې کبله نه غوره کوله، چې زما مور او پلار د ګردې دنيا له خبرو سره سره زما د ډاکټرې جوړېدو چانس په لاس راکړى و. اّيا د هغوى د ښېګړو بدله همدغه کېداى شوه، چې له کوره وتښتم او د هغوى خولې له خاورو ډکې کړم؟ او د تل لپاره له دوى نه جلا شم؟ ما د هغو د پوهولو ډېره هڅه وکړه، چې پلاره دغه ژوند زما دى او ددې د خوشحاله تېرولو حق بايد ماته راکړل شي. هغې به ويل: دا ژوند يواځې ستا نه دى، په دې کې موږ هم حق لرو، ځکه چې موږ ستا مور او پلار يو او ته زموږ حق هله پوره کولاىشې، چې زموږ خبره ومنې.
ما له منصور سره په کلونو يوځاى درسونه لوستلي وو، هغې کله هم ماته په بده سترګه نه وو کتلي، هغه ډېر ساده او ريښتينى انسان و، چاته په کتلو چې به زما زړه خوشحالېده. د هغې مينه زما د وجود په هر غړي کې وه. زه د ډاکترې جوړېدو وروسته هم په خوشحاليو پسې پسخېدم. منصور خپل روغتون خلاص کړ، خو خپل خوبونه يې تر منزله ونشو رسولى.
زه د ساحر ناوې جوړه کړى شوم، خسرګنۍ ته په رسېدو مې ايندرور ثمرې راته د غوږواليو ښه ډالۍ راکړه، ټول کور په قيمتي ډاليو ونازولم، خو ساحر هېڅ ډالۍ رانکړه، چې د شپې مو سره اول ځل ليدل هغې د دوو روپو د ماشومانو د مشغولتيا يو زنځير راته د ډالۍ په توګه راپه غاړه کړ. زما سترګې د اوښکو ډکې شوې، په زړه کې مې وويل: تا سره به زما همدومره قدر و! رښتيا چې د زرو قدر له زرګر سره وي. ستا په نزد به زما همدومره ارزښت و. په دويمه شپه ساحل وويل: شين ما ټوکه کوله، ما ته امتحانولې او بيا يې يو قيمتي هار، چې قيمتي ډبرې پکې لګېدلې وې، زما غاړې ته واچاوه، خو بيا يې څه خوند نه و، ځکه د لومړۍ ليدنې خوشحاليانې د هغې د ټوکو قربان شوې وې. زه په کور کې يوه نيازبينه اينګور وم، ماته د تره په کور کې هېڅ ډول ستونزه نه وه، د کارونو لپاره خادمان و، ما ښه د کلارې ژوند تېراوه، خو په زړه کې د تېر وخت ارمانونو لا همغسې زورولم. خسرګنۍ به چې زياته مينه راسره کوله، ما به ورته ويل، چې دومره مې مه نازوئ، چې د خوشحالۍ نه مړه شم. ما د مشرانو حکم ومانه او د خپل مور، پلار، ترونو او ساحر په ګډون مې د هېچا زړه بد نه کړ، يواځې په خپل زړه مې تېږې کېښودې. د منصور په هېرولو په خپل ورځني ژوند کې بوخته شوم.
ما په روغتون کې دنده وموندله، منصور د لوړو زده کړو لپاره بهر لاړ او بيا يې هېڅ درک معلوم نه شو. ما هم د هغې د درک هڅه ونه کړه، ځکه اوس دا هرڅه بې مقصده وو. وخت په تېزۍ تېرېده د کورنۍ مشرانو د عمر پاڼې د ژوند له ونې نه جلا شوې، موږ ځوانانو د هغوى ځايونه ونيول. نيا، نيکه، مور، پلار او ترونو مو له دې دنيا سره خداى په اماني کړې وه، زما درې بچيان هم ځوانان شوي وو او کوژدې يې هم شوې وې. ماته د امريکا د تلو چانس په لاس راغى، د تکړه ډاکترانو يو ټولګى دغه هېواد ته په رسمي بلنه ته، زه هم د هغو له جملې څخه وم. دغه وخت زما د څښتن درې کاله په خاورو تېر شوي وو. امريکا ته په رسېدو څوک چې زموږ هرکلي لپاره هوايي ډګر ته راغلي وو، د هغو له جملې څخه ډاکتر منصور هم و. زما په ليدو هغې ټکان وخوړ، په سترګو کې يې اوښکې تم شوې او د حېرانۍ يوه نمونه شوه، ماته يې وويل: شين! ته خو لا هم هغسې يې، وخت خو ستا هېڅ خوند نه دى وران کړى، يواځې لږه غوندې چاقه شوې يې.
ما ورته په ځواب کې وويل: راپاتې څه دي اوس خو يواځې ډاکتره يم، انسان يم خو داسې احساسوم، چې يواځې د کار کولو ماشين يم.
هغې راته وويل: بلې زه هم دغه احساس کوم، کېداى شي موږ به يواځې د کار کولو لپاره پيدا شوي يو، خو بايد په دې خوشحاله شو چې د خلکو ځينې غمونه مو اخيستي او خوښۍ مو ورکړي.
ما ترې وپوښتل: منصوره! واده دې کړى؟
_ بلې خو تر ډېره پاتې نشو او اوس عمر يواځې د چا له يادونو سره مل تېروم.
زه پوه شوم، چې اشاره يې ماته ده، هغې يو ستړى اسويلى وکړ، ماته معلومه شوه، چې له کومې بهرنۍ ښځې سره يې د مجبورۍ واده کړى، خو سره يوځاى نه دي پاتې او جدا شوي دي. ما هم ترې نور ونه پوښتل.
يوه هفته يې زما ښه مېلمستيا وکړه، يو ځل بيا يې راځنې د ژوند د ملګرې جوړېدو هيله وکړه، خو دا ځل هم بخت ورسره ملتيا ونه کړه، ما ترې بخښنه وغوښته او ورته ومې ويل، چې هغه ورځې ډېرې پخوانۍ شوي، اوس خو به يواځې د يو بل په يادونو شپې سبا کوو. زما بچجيانو ودونه کړي، زه نه غواړم د هغوى په سترګو کې ښکته راشم، د دويم واده په کولو هغوى ازارولى نه شم. زما دغه پرېکړه به هغوى ته د منلو وړ نه وي، ماته به ددغې پرېکړې د سزا راکولو هڅه هم وکړي. منصور له ډېرو ارمانونو سره ماته په هوايي ډګر خداى په اماني وويله او خپل ورځني ژوند ته ستون شو، هم هغې شپې او ورځو ته هم هغې درملنې ته ما احساس کړه، چې رښتيا ژوند هم ددې نوم دى.

کونړ غږ
Kunar Ghag Magazine
Leekwal Sheen Lahoore
Zebaren: Hilal Safi

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←